افغانستان

د جوزجان ولايتي شورا د قوشتيپې ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل):د جوزجان ولايتي شورا منلې، چې قوشتيپه ولسوالۍ د طالبانو په برید کې سقوط شوې ده.

د جوزجان د ولايتي شورا منشي محمد شريف رسنيوته ويلي، قوشتيپه ولسوالۍ له خونړۍ جګړې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي، له قوشتيپې ولسوالۍ سره يې اړیکې پرې شوي، خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه د رسنيو پوښتنو ځواب نه وايي.

نن سهار وختي طالبانو د قوشتيپې ولسوالۍ د نيولو خبر  ورکړی و.

د طالبانو  وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي و، له درنې جګړې وروسته يې د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا ودانۍ ټولې نيولي دي.

مجاهد زياته کړې وه، چې په دغه نښته کې يې ۱۰عسکر وژلي، ۲۵ ټپيان کړي او ۷۸ يې له سپکو او درنو وسلو سره ژوندي نيولي دي.

د جوزجان د والي وياند فريدون انيق هم په قوشتيپه ولسوالۍ کې د  خونړيو جګړو پخلی کړی، خو د ولسوالۍ د سقوط په اړه د «هو يا نه» ځواب نه وايي.

د جوزجان امنيه قومندان واحد وجدان په قوشتيپه کې د طالبانو د خونړيو بریدونو پخلی کړی او زياتوي، چې سيمه کې يې له پوليسو سره اړيکه پرې شوې، خو هيله يې ښکاره کړې، چې دغه عسکر به يو خوا بلخوا خپاره شوي وي.

قوشتيپه ولسوالۍ د ولايت مرکز شبرغان په اويا کيلومټرۍ کې پرته ده او ډېره برخه يې د طالبانو په لاس کې وه، چې اوس يې مرکز هم د هغوی لاس ته ورغی.

طالبانو دا ولسوالي په داسې حال کې ونيوله، چې د ګډ  حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم نن شبرغان ته تللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

نن تکی اسیا اداری!!!!
دا زما تبصری نه خپروی ولی!!!!
مشکل سه دی؟؟؟
په قیامت به حساب کوو، که چیری ایمان پر لری.
نور د خدای په امان.
جمیل جانه!!!! په قیامت به د خدای تعالی په حضور کی خپل د تهمت حساب درسره کوم.

جميل

الحمدلله ثم الحمدلله ، ولسوالی پسی ولسوالی ، فتح پسی فتح .
چيری دی د کفارو او منافقينو هغه خواخوږی او دوستان چی د طالبانو څخه د يوی ولسوالی په بيرته نيولو يی خوښی کولی ، ځان معلوم کړی .

مجاهد

غلام اسدالله خالد (( له هغه وروسته چه د تشو او ډکو متیازو لیار یی ورله طالب مجاهدینو یوه کړه وه، امریکایانو یی د تشو او ډکو متیازو یو ځآی شوی لیاری په پلاستیکو جلا جلا کړی د طالبانو څخه د غج اخستنی د پاره یی د دفاع وریر جوړ او د غلام غنی دوره یی هم د خالد د پوره غج اخستنی د پاره څو میاشتی د دیموکراتیک قانون خلاف اوږده کړه)) د غج اخستنی په لمړی ورځ خپله غلامی او غج اخستنه په دی شعار پیلوی چه [ له دی وروسته به یی سر وهو او سنګر به… نور لوستل »

عبد الله

هیله کوم چی لاندی حدیث شریف عمل وکرو، په نن تکی اسیا کی یو تعداد ورونه د معقول منطق او استدلال پر رابه شکنزل او یا تهمت پر چا وایی، ته به نظر ورکوی یا به پوشتنه کوی زینی یاران مستقیما سری ته د کافر، منافق، غلام، گوداگی او ….. خطاب کوی او د شه کار نه دی. د عبدالله ابن مسعود څخه روایت دی چې حضرت محمد ص فرمايلي دي: «إِنَّ قَتْلِ الْمُؤْمِنِ كُفْرٌ، وَإِنَّ سِبَابَهُ فِسْقٌ».

« د مومن وژل کفر دی او مسلمان ته ناسزا ویل ( ښېرا، ښکنځلې او نورې بدې خبرې) فسق دی».

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x