نړۍ

جرمني: د قطر بین الافغاني ډيالوګ د سولې لپاره ښه فرصت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزل د روانې جولايي مياشتې پر اوومه او اتمه پلان شوې بین الافغاني ناسته د افغانستان سولې لپاره ښه فرصت بللی او هيله يې ښکاره کړې، چې  دغه ډيالوګ به د روانې جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

ټاکل شوې، چې د جرمني «برګهاف» بنسټ او قطر په کوربه ‌توب په دغه غونډه کې د ګډ حکومت چارواکي په شخصي او انفرادي توګه ګډون وکړي.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي بي بي سي ته ويلي، افغان چارواکي به په شخصي او انفرادي توګه  په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د دغې بين الافغاني ناستې کوربانه وايي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ولسمشريزو ټاکنو نور کانديدان په دغه ناسته کې ګډون نه کوي.

د مسکو په تېرو بین الافغاني خبرو کې د حامد کرزي په ګډون د ولسمشريزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر، محمد محقق او ګڼ شمېر افغان سياستوالو ګډون کړی و، خو ګډ حکومت پر تېرو دواړو ناستو نيوکه کړې وه.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې د ګډ حکومت له چارواکو سره د حکومتي استازو په توګه له خبرو انکار کړی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش له اعلان وروسته له افغان لوري سره خبرو ته تيار دي، خو ټينګار يې کړی و، چې د کابل ادارې سره د حکومتي چارواکو په توګه خبرې نه کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د قطر بین الافغاني ډيالوګ ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې دغه خبرې د سولې روانه پروسه کې مهم پرمختګ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ای د يهودی کارل مارکس جرمن بچيه ! دا څنګه کيدای شی ؟ هغه غيرتی مړونه چی تاسوټولوته يی يوځای ماته درکړی ستاسو د غلامانو سره جوړجاړی وکړی ، تاسو بايد چی طالبانوته تر ځان غښتلی ور ښودلی وای چی جوړجاړی يی ورسره کړيوای نه خپل غلامان ، ستاسو کم عقلو احمقانو څخه داسی ښکاری لکه يوڅوک چی پيل راڅملوی او تاسی وړانديز ورته وکړی چی اوس نو د موږک سره جوړجاړی وکړه . پدی پوه شی چی طالبان بيله الله(ج) نورهيڅ هم نلری او همدا الله(ج) يی ستاسو ټولو لپاره کافی دی . خپلو غلامانو ته جوړجاړی نه تيښته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x