شعـــــرونه

د درد باب؛ امين زرګر

امین زرګر

وړم خپل یار ته ګلابونه یو ګلاب راسره واخله
زړه! کتاب مي را اخیستی د درد باب راسره واخله

یم بې وسه، چي نن ولي شرابي غوندې زنګیږم
زه غزل وړمه تر سینده ته رباب راسره واخله

هیره هم لرم، خو ویره مي بې حده زیاته شوې
هسي نه چي رانه ورک شي ته! کتاب راسره واخله

ځه چي ځو نن و جنت ته د خوبونو په دنیا کي
زه د حورو څنګ ته ځمه ته شراب راسره واخله

یو مغرور، بد رنګ، ظالم، د ښایستونو قاتل وژنو
زه به ستن تر شونډ ورکاږم ته تناب راسره واخله

مینه څه او خوند یي څه دی؟دغه سوال لري اکثره
زه عاجز یمه امینه! ته ځواب راسره واخله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x