افغانستان

بغلان: کيان دره د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په کيان درې طالبانو بريد کړی دی او دغه دره سقوط کړې ده.

د بغلان ولايت یوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره ورځ د دوشي ولسوالۍ په کيان درې د سمنګان ولايت د روي دواب ولسوالۍ له لوري ډله ييز بريد کړی چې په نتيجه کې يې ياده دره سقوط کړې ده.

د کيان درې ستراتيژيکه سيمه چې د ا سماعليانو د مشر سيد منصور نادري ټاټوبی دی، تر دې وړاندې يې هم طالبانو د نيولو هڅې کړي دي.

ددې درې امنيتي چارې د سيمه ييزو اربکيانو په لاس کې وې، خو د طالبانو د بریدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د بغلان د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري هم د يادې درې سقوط تائيد کړی دی او ويلي يې دي چې که ياده سيمه بيرته حکومت په ولکه کې وانخلي نو ددې ستراتيژيکې درې نورې سيمې به هم د طالبانو لاس ته ولويږي.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د سمنګان ولايت روی دواب ولسوالۍ سرخ قلعه سيمه کې يې يوه امنيتي پوسته سقوط کړې ده او ګڼ شمير وسلې او مهمات يې نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x