شعـــــرونه

غزل؛ عابد ځواک

عابد ځواک

ړنـګه شوه ملــنګه شوه بې تانه شوه
لاړه دزړګــې دنيــامــي ورانــه شوه

تمه وه بې غــمه وه په سـترګه کي
سـتا په تلو مي اوښـکه هم روانه شوه

کلـــه بـــه راځـــي دازادی لیـــــلا
ولــي پــرمونږباندي بـدګومانه شوه

نسته مي روغ ځای په ټول وجودباندی
شکــردی زخـــمونه مي پــریمانه شوه

زمااوستاپه مــنځ کي ډيرتوفــيرښکاري
زمــااوســتاياري جــانــانه ګـرانه شوه

اوس يې ډیوې مړي وي اوڅوک نه ورځي
پاتــه حـــجره لــه طالــب جــانــه شوه

ځــواکه بيـاکوم غم په مخه کړی يې
داچــي دي دشـعرشـافيري ځوانه شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x