عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې له دوو سوو زيات بچه‌بازان په ايډز اخته شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د عامې روغتيا وزارت وايي، د ګډ حکومت په تېرو څلورو کلونو کې له دوو سوو زيات بچه‌ بازان په ايډز نارغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د خدماتو مرستيال فدا محمد پيکان نن په کابل کې د مخدره موادو د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، د تېرو څلورو کلونو پر مهال يوازې پنځو ولايتونو له دوو سوو زيات کسان په ايډز ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه د پنځو ولايتونو نومونه ياد نه کړل، چې دا کسان په کومو ولایتونو کې په ايډز اخته شوي دي.

د فدا محمد پيکان په وينا دغه خلک په مستقيمه يا غیر مستقيمه توګه په ايډز اخته شوي دي.

د هېواد په يو شمېر سيمو او په ځانګړې توګه د پوليسو او اردو په ليکو کې له وړو ماشومانو ناوړه جنسي استفادو په اړه وخت پر وخت راپورونه خپريږي.

د ګډ حکومت د دفاع وزارت او د کورنيو چارو وزارت هم منلې، چې د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې له کشرانو هلکانو د ناوړه جنسي  استفادې ستونزې ډېرې دي، خو لا هم د دغې ناوړې پدېدې د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی اخيستل شوی.

د عامې روغتيا وزارت د تېر کال د سپټمبر په لومړۍ نېټې د ايډز نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي و، په ټول هېواد کې له اتو زرو زيات کسان په ایډز اخته دي، چې دوه زره يې يوازې په ۲۰۱۸ کال کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د