افغانستان

د قطر بين الافغاني ناستې په اړه د ګډ حکومت د چارواکو ضد او نقيض څرګندونې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت چارواکي وايي، راتلونکې اونۍ په قطر کې د جوړېدونکې ناستې په اړه ورسره معلومات نه دي شريک شوي، خو ځينې نور بيا دې ناستې ته هيله من دي  او د ګډون هوکړه يې کړې ده.

راتلونکې اونۍ د افغانستان سولې لپاره د جرمني او قطر په کوربه توب په دوحه کې بین الافغاني ناسته رابلل شوې، خو د ګډ حکومت چارواکي په دې اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند صديق صديقي په کابل کې له رسنيو سره په خبرو کې د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يې د بین الافغاني ناستې لپاره هلې  ځلې کړي، خو په عين حال کې يې  دا هم ويلي، چې د دغې ناستې په معلومات او د ګډونوالو نومونه تر اوسه دوی سره نه دي  شريک شوي.

صديق صديقي وايي، د دوی لپاره دا مهمه ده، چې دغه ناسته د افغان حکومت په ماليکيت جوړيږي.

بل پلو د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي بيا بي بي سي ته ويلي، چې د ګډ حکومت چارواکي به په شخصي  او  انفرادي  توګه په دغه ناسته کې ګډون وکړي، نه د حکومت په استازيتوب.

خو د سولې شورا وياند غفور احمد جاوید بيا د فضلي د څرګندونو پر خلاف ويلی، په دغه ناسته کې بايد د افغان چارواکو ګډون د حکومت په استازيتوب وي، نه په شخصي توګه.

د قطر راتلونکې بین الافغاني ناستې په اړه د ګډ حکومت دچارواکو له ضد او نقیض څرګندونو ښکاري، چې ښايي، دغه ناسته يو ځل بيا د ګډ حکومت له لوري له ننګونو سره مخ شي.

څه موده وړاندې  هم د قطر په کوربه توب بین الافغاني ناسته رابلل شوې وه،خو د ګډونوالو د شمېر او حيثيت په اړه د بحثونو په پایله کې د ګډ حکومت د دريځ له امله هغه ناسته لغوه شوه.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې د ګډ حکومت له چارواکو سره د حکومتي استازو په توګه له خبرو انکار کړی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش له اعلان وروسته له افغان لوري سره خبرو ته تيار دي، خو ټينګار يې کړی و، چې د کابل ادارې سره د حکومتي چارواکو په توګه خبرې نه کوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د قطر بین الافغاني ډيالوګ ته خوشبيني ښودلې او وايي، چې دغه خبرې د سولې روانه پروسه کې مهم پرمختګ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داچی د دی غلامانو باداران او مالکان ډير دی نو خبری يی هم ګډی وډی او ډيری دی ، خو طالبان کرام چی د يوه مالک بنده ګان دی نو د ټولو خبره هم يوه ده .

Hidayat shinwaray

گوری د تڕاو او پڕاوء په اڕه یو څو اڕینی خبری. تر څو چی ډالری په منځ کی وی نو د سولی په اڕه خنډ او ځند طبیعی خبره ده او د خپلواکی او خودمختاری او خودی انتظار نا شونی ده خو کله چی ډالری له منځه لیری شی نو بیا د سولی لپاره هر فرصت زیاتیږی. د افغانستان نجات په کرسی اخیستلو کی دی. د افغانانو استدلال دادی که چیری زه په حکومت کی یم نو هر څه گل و گلذار دی خو کله چی زه پکی نه یم نو بیا هر څه خراب دی. هر سڔی تر خپل… نور لوستل »

اجمل

تر هغو چی طالبان وایی مونږه د حکومت سره خبری نکوو، حکومت به هم هیڅکله په داسی غونډو کی شرکت ونکړی. اوس طالبان پوهیږی د شمالی ټلواله، حامد کرزی او نور ټوپکیان. دی سره به د طالبانو حیثیت هم خراب شی ځکه چی بیغیره له شمالی ټلوالی او ټوپکیانو نه نور څوک نشته چی ورسره غونډه وکړی. او نتیجه به یی هم د یو بل جنګ شروع وي چی د پنجابیانو یواځنی مرام او هدف دي.

عبد الله

نن تکی اسیا مطلقا د پنجاب خخه اداره کیدونکی پانه یی بولم. ولی دافغان وژنه سره دی پانی کی یی د خوشحالی احساس محسوس کیزی.
ددی پانی اکثریت دفاع کوونکی او پوچ خولی دی، اسلامی اخلاقی او دعوتی اصول نه مراعتوی.

استاد اريوبى

دوى خياتان مسکينان له پيله څخه همداسې مغشوش او ګډ وډ دي ، هغه وخت راتلونکى دى چې سوله به راشي ټول اړخونه به د خوښيو مراسم لمانځي خو د خياط طبقه به په خپلو منځو کې د دوو بنو ميرمنو په څيـــر ژبې وهي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x