ورزش

د افغان پریميئر لیګ سیالیو دویم پړاو راتلونکې اکتوبر کې کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې ترسره کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د (APL) دویم پړاو سیالۍ به د پنځه لوبډلو په ګډون په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ د اعلان سره سم په دغه لیګ کې به د پنځه لوبډلو په ګډون ټولې ۲۴ سیالۍ ترسره شي او یو شمېر بهرني او داخلي لوبغاړي به په کې ګډون کوي.

د افغانستان پریمیئر لیګ لومړی پړاو د پېل سره سم د ستونزو ښکار شوی و چې لومړی یې د لوبډلې په پانګوالۍ کې ستونزې درلودې او بیا د لوبغاړو لخوا پرې یو شمېر تورونه ولګېدل.

د کرېکټ نړیوالې شورا هم اعلان کړی و چې افغان پریمیئر لیګ د نورو لیګونو په پرتله یوازینی لیګ و چې شفاف نه و.

باید وویل شي چې اوونۍ وړاندې کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ به د روان کال په اګست میاشت کې ترسره کیږي، دا په دې معنا چې له دې دوه میاشتې وروسته به د افغان غوره لیګ سیالۍ پیلیږي.

تر دې دمه دا نه ده په ډاګه شوې چې دا سیالۍ به په عربي اماراتو کې ترسره شي یا کوم بل هېواد کې خو د تېر لومړي پړاو سیالۍ د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې وې.

د افغانستان کرېکټ بورډ له هند کرېکټ بورډ څخه غوښتنه کړې وه تر څو د ای پي ایل دویم پړاو سیالۍ لپاره لوبغالي ورکړي خو د هند بورډ دغه غوښتنه رد کړې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو سیالۍ په ۲۰۱۸م کال اکتوبر میاشت کې ترسره شوې وې چې مشهورو لوبغاړو په کې ګډون کړی او د «بلخ لیجنډز» لوبډلې یې اتلولي خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x