افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: د کابل پوهنتون دوه استادان له کوم څرګند لامل پرته د ملي امنیت په توقیف کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابل پوهنتون دوه  تنه استادان له څو ورځو راپدېخوا د نامعلومو دلایلو له امله ملي امنیت زندان ته اچولي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند «فیصل امین» له هشت صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داعي د ملي امنیت د ځواکونو له لوري تر کابل پوهنتون د باندې نیول شوي او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د نیولو هیڅ لامل نه دی په ګوته شوی.

د فیصل په خبره، یاد دوه تنه ښوونکي لا هم د ملي امنیت په زندان کې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مولوي معروف راسخ چې په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي د ښوونکي په حیث دنده اجرا کوي، کابو دوه کاله وړاندې هم د ملي امنیت ځواکونو په پوهنتون کې د افراطیت د خپرولو په خاطر بندي کړی وو.

عبدالظاهر داعي هم په کابل پوهنتون کې ښوونکی دی او د خپلو سپینو ویناوو او په حکومت باندې د توندو نیوکو له امله په ټولنیزو رسنیو مشهور دی.

د یادو دوو تنو ښوونکو په نیول کېدو د هیواد ګڼ شمېر علماوو اندېښنه ښودلې او د حکومت دا ګام یې له علماوو سره د هغوی ښکاره د ښمني بللې، د جمعیت اصلاح خیرته ټولنې مخکښ « مولانا عبدالصبور» په دې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي «د استاد عبدالظاهر داعي،استاد محمد معروف راسخ غوندې معروفې څیرې بې له کوم دلیل نه ګرفتارول د حکومت او دیني حلقاتو تر منځ شکوک او شبهات ایجادوي
که حکومت سره کوم څه وي په واضحه توګه د ملت ته وړاندې کړي،د شکوکو او شبهاتو فضاء کښې دغه رنګ اقدامات په ځای د دې چې مشکل حل کړي لا یې ډېروي، له یوې خوا دولتي او غیر دولتي علماء بې دریغه وژل کیږي،له بلې خوا دا ګرفتارۍ، سیاسي فضاءلاهم ترینګلې کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد پښتون

دغه استادان د حزب التحریر غړې دې، حزب التحریر په ډیره چټکۍ په لوستو افغانان کې مقبولیت پیدا کوې، حزب التحریر د مسلمانانو قتل او د مسلمانو هیوادو تضعیف نه غواړې بلکه د مسلم امت د قوت انسجام او اتحاد ته کار کوې، د تش په جهادې ډلو له مسلمان کش سیاست څخه بیزاره شوې مسلمان ځوانان دا مهال د حزب التحریر کلک ملاتړې دې کوم چې شعار نه بلکه امت ته یو مربوط حیاتي شرعي نظام هم ور په ګوت کوې

جميل

زه حيران و ديته يم چی غاصب کفار او غلام دولت په اطرافی سيمو کی د مجاهدينو د خواخوږو او پلويانو سايه لا په توپک ولی او بنديخانی په ډکوی خو په کابل کی بيا علماو او داعيانو ته معاشونه ورکوی .
نه پوهيږم چی بيايی بندی کوی ولی ، دا بند دويته د تندو اسلامی ويناو د جزاء لپاره دی او که د اضافه شهرت ورکولو لپاره ؟

الحاج استاذ بیانزی

لمړی : زه به اسلام کی دننه د هغه اودغه ګوندو جوړولو سره د قران حکم ( وعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرفو ) له مخی ناسمه او ممنوع کار دی پرونی جهادی ډلی او ګوندونه یی ښه مثال دی چه زمونږ هیواد یی د سمسورتیا او خپلواکی په ځای د تباهیو اوغلامیو سره مخ کړو . دوهم: د دغه دول استادانو او علماوو نیول وژل او معیوبول د نظم نوین جهانی له اولیتو څخه دی ، روسانو به هر هغه څوک چه لمونځ یی کولو یا روژه نیوله نیول او وژل امریکایی استعمار بیا تر هغوی مډرن او هوشیار… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x