
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت په را روانو څلورو کلونو کې د افغان محصلینو لپاره د لسانس، ماستري او دکتورا درې زره تحصیلي بورسونه اعلان کړل.
د پاکستان د لومړي وزیر د اطلاعاتو او خپرونو ځانګړې همکارې فردوس عاشق اعوان تېره ورځ رسنیو ته وویل چې دغه ۳زره بورسونه به د طب، انجنیري، زراعت، اداره، کمپیوتر ساینس او نورو څانګو کې افغان محصلینو ته ورکړل شي.
هغې زیاته کړه چې د ۳زره بورسونو له منځه به ۵۰۰ د طب او ۱۰۰ د ستوماتولوژی (غاښونو طب) لپاره ځانګړي شوي دي او پاتې نور د انجنیري په شمول د نورو رشتو لپاره دي.
فردوس اعوان زیاته کړه چې د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون له خوا سږ کال ۷۹۵ افغان محصلینو ته په بېلابیلو څانګو کې بورسونه ورکړل شوي دي.
د هغې د معلوماتو پر اساس د پاکستان بورسونو کې افغان محصل ته د اوسیدو، کتابونو، لیلیې او د سمستر فیس ورکول کیږي.
کوم دله به خپل زوی لیګی دغو سکالر شیپونو ته. بدون له هغه هم کابل کی اعتبار نلری څه رسه نورو ممالکو کی.