افغانستان

دوستم د سولې د تحریم او له طالبانو د غچ اخستلو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» وایي، نه له طالبانو سره سوله شونې ده او نه هم د سولې په تړاو د هغوی ژمنې رښتوني نه دي نو ځکه باید ده ته له طالبانو د غچ اخستلو اجازه ورکړل شي.

دوستم چې له اجرائیه رئیس «عبدالله عبدالله» سره یې په ګډه یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « تاسو شاهدان یاست چې طالبانو څو ځله د سولې په تړاو وعدې کړې خو هیڅ ژمنه یې پوره کړې نه ده، موږ باید هغوی د شا له لوري د خنجر وار ته پرېنږدو».

دوستم زیاته کړه « د افغانستان زیاتره خلګ د طالبانو مخالف دي او روسیه، امریکا، عربستان او پاکستان هم باید وپوهېږي چې دا ډله نور په افغانستان کې ماته خوري».

د دوستم په وینا، که ماته اجازه راکړل شي له طالبانو به غچ واخلم.

دوستم چې د ایشچي د جنسي قضیې په سر له حکومت سره د شخړې له امله ډېره موده له هیواده د باندې اوسېده، هیواد ته له راتګ سره سم یې په جوزجان ولایت کې واړول او څو ځلې یې کاروان د طالبانو له بریده روغ ووت.

نوموړي که څه هم څرګنده نه کړه، چې څوک له طالبانو د انتقام اخستنې اجازه نه ورکوي او نه یې دا وویل چې روسیه، امریکا، عربستان او پاکستان له طالبانو سره د کومې اړیکې له امله باید د طالبانو په شکست ځان پوه کړي؛ خو نوموړي تر دې وړاندې هم امریکایانو ته د «شهیدانو» ویلو تر څنګ ځینې داسې مبهمې څرګندونې کړې چې میاشتې، میاشتې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره د طنزیه پوسټونو د لیکلو موضوع ترې جوړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

مونږ به دمزار ، قلعه جنګي ، شبرغان او دښتې لیلې شهیدان چې شمیر یې له ۸۰۰۰ کسانو څخه ډیر دی هیڅ وخت هیر نکړو ! که قانون نه وي نو انتقام یې په مونږ فرض دی ځکه چې قتل او جزا ئی دوه نه بیلېدونکې پدیدې دي !!

اجمل

دوستم خو ټول پیژنی خو طالبان هم داسی کارونه کوي چی دوستم پری شرف لری. لکه د تیری ورځی برید په کابل کی. دا برید سبب د دی شو چی طالبان یو څو کسه ووژنی خو برعکس په سلګونو نور د ځان دښمنان وګرځوي. داسی احمقانه کار چی د سولی خبری هم روانی دی څوک کوی.

حکیمي

اجمل خانه تاسوهیڅ شرم نه لرۍ په کابل کې دتېرې ورځې استشهادي برید دامریکایی مزدورانو په ترټولوقاتله ډله ترسره شوی ده دلته په لکونو خلک خوشحاله دي چي درزګونوکسانوقاتلین یې لکه شغالان داسې وچغول او مړه یې کړل څوفیسبوکي مزدوران که دسوریې اوعراق عکسونه خپره وي هغه هم دپوهنې وزارت رد کړل ته جاهل همیشه داشغال دشغال په حیث بغارې وهې ایا طالبان ستاپه بادارانو او دهغوۍ په بې وجدانه وطن فروشو غلامانو حلوا ووېشي

داخولادپټي سر ده پټی وروسته سورور ده

اجمل

که بیسواده ده، کچیری کم علمه ده خو خپل ټول قوم یی پری افتخار کوی او پری ولاړ ده. راشه زمونږه پښتانه وګوره. پښتانه په چا افتخار وکړی په غنی یا پر طالب؟ دواړه غلامان او د پښتنو د وژلو لپاره موظف خلګ دی.

جميل

اجمل خانه ! حکيمی صاحب ښه ځواب درکړی ، تاسی غلام دولت او ټولو آزادی غوښتونکو مجاهدينو ته بد واياست ، دا هم واياست چی د حذب سلامی سره می له هغی ورځی علاقه شکولی چی مشر مو امريکا ته تسليم شو خو پيښی لا هم د همهغه تسليمی کوی . ټوله انسانان يوه خوښه لری ستاسو هم کوم څوک ، کوم تحريک ، کوم حزب او کوم رهبر خوښيږی ، چی مونږ هم ستاسو په خوښه او محبت پوه شو ، کرکه خو مو روښانه ده چی هغه د اللهُ تعالی د لاری د مجاهدينو سره ده . کمونست… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x