افغانستان

مشرانو جرګه: امنیتي ځواکونه دې طالبان مات کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګه د سولې د خبرو په تاوده بهیر کې د قطر د سولې مذاکرات تر نیوکو لاندې راوستلي او له دولتي ځواکونو یې غوښتي څو طالبان د جګړې په ډګر کې وځپي.

د مشرانو جرګې غړو په خپله نننۍ ناسته کې طالبان د پردیو هیوادونو اجنټان او سولې ته د میل نه درلودونکې ډلې په نامه یاد کړي او امریکا یې تورنه کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې یوازې خپل استخباراتي اهداف مخکې وړي او د حکومت مشرانو ته په دې تړاو هیڅ جزئیات نه ورکوي.

د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» وویل « په قطر کې په روانو خبرو کې امریکا خپل استخباراتي اهداف تعقیبوي او په کابل کې له افغان سیاسیونو او حکومتي چارواکو سره په دې تړاو هیڅ معلومات نه شریکوي نو ځګه موږ وایو چې روانې خبرې یوه مبهمه او پېچلې پروسه ده».

د مشرانو جرګې یوې بلې غړې «امنه افضلي» وویل « د طالبانو پرلپسې بریدونه زموږ د امنیتي بنسټونو کمزوري ښکاره کوي او دا ښيي چې هغوی له پرلپسې هڅو سره، سره نه دي توانېدلي ددې ډول بریدونو مخه ونیسي».

د ګډ حکومت  چارواکي د سولې د خبرو په ګرم جریان کې په امنیتي بنسټونو باندې د طالبانو د ځپلو او د هغوی په وړاندې د مقاومت غږ کوي او په داسې یو وخت کې  چې افغانان له لسیزو وروسته د سولې په هیله د قطرد اووم پړاو مذاکراتو پایلې ته په تمه دي خپل ځواکونه جګړې ته په شا ټپوي.

په ورته وخت کې، امنیتي چارواکو له خپل ټول زور او ګواښ سره، سره د طالبانو په وړاندې کومه څرګنده لاسته راوړنه نه ده درلودلې بلکې ورځ تر بلې يې ولسوالۍ او خپلې ساحې هغوی ته پرېښي.

یوازې په تېره اونۍ کې د کندهار معروف او د جوزجان قوشتیپې ولسوالیو سقوط کړی او تخار او فراه ولایتونه د سقوط په څنډه ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

زویه پرتوګ دې ډک کړی دی ! درواني له نقطې نظره کله چې سپی غپ غپ کوي نو هغه ډاريږي ! که یو امي سړی ، بې اسلامي پوهې بې علمه سړی فاسد شي نو هغه ژر په خبرو او دیني مسئلو او لار ښوونو سره ژر او بیرته اصلاح کیږي او اصلاح کېدی شي ، خو که یو دیني عالم بې لارې او خرڅ شي دهغه لارې ته راوستل مشکل کاردي او امکان نلري ! ستا د ملا ماته شي کور د وران شه معاش څوک درکوي ؟ قاطله جاهله افغانان وژنې او دالر ي معاشونه خورې ! تف… نور لوستل »

ابوالوفاء مبصر

« مشرانو جرګه: امنیتي ځواکونه دې طالبان مات کړي». له امنيتي ځواکونو څخه د مشرانو جرګې د مفت خورو دغو خبرو مي د بچه سقاو خبره راپه ياد کړه. وايي: د بچه سقاو د اوباشانو سره هغه توپکان وه چي په خلطو کي د باروتو په مټ به ټک په کېدی. وايي: يو وخت چي د افغانانو سره په جګړه کي پر بچه سقاو غرنده سوه او بدحالت پر راغی، نو يې خپل قوماندان ته وويل چي فير کو! د هغه چي څه باروت او خلطې خلاصي سوي وې ورته ويې ویل: خو خلطه نيست . سقاو ورته وويل بې… نور لوستل »

احمد پښتون

په ظاهره او س طالبان د سترو قوتونو حمایه له ځان سره لرې، د افغانستان اوسنی حکومت د ځان د اصلاح توان نلرې نو په داسې حال کې ممکن طالبان اقتدار ته ورسې خو دا به هغه پخوانې طالبان نه یې بلکه یوه اجیره او مزدوره ډله به وې البته تر دې نظام به لږ منظم او پخپل منځ کې همږغې وې

حکیمي

احمده بـــــچش ته ځان ګورې جهان کورې

حکیمي

مسلمیاره ته لا دامریکایي ډالرو په نشته مست یې څوورځې صبروکړه چي دا امریکایان درنه لاړشي نشه به دې والوزي ځان پوۍ کړه که له طالبانو سره دمذاکراتو په صورت کې وبښل شوۍ خوښه که نه ددې ټولو جنایاتو پوښتنه به درنه وشي

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x