افغانستان

نبیل: ارګ په ټاکنو کې «تقلب» ته تیاری نیسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت پخوانی رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وايي، ارګ چارواکي او والیان د اشرف غني د ټیم د تقویې په بدل کې په دندو ګماري او سر له اوسه په انتخاباتو کې تقلب ته تیاری نیسي.

نبیل چې په بلخ ولایت کې یې د خلګو یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « راتلونکې ټاکنې زموږ لپاره یو فرصت دی خو په ارګ باندې حاکم ټیم ان له اوسه په خپل بشپړ توان په دې برخه کې لاسوهني ته تیاری کوي، والیان او چارواکي د خپل ټیم د ملاتړ په بدل کې ګماري او خلګو ته د خپل کمپاین په موخه پیسې او رشوت ورکوي».

نوموړي زیاته کړه « د افغانستان خلګ پوهېږي چې اشرف غني او رولا غني د خپل ټيم لپاره په کمپاین مصرفوونکې پیسې له بهر څخه نه دي راوړي، بلکې همدا د کریدیټ کارتونو او د افغانستان د خلګو د قراردادونو پیسې دي چې غني یې د خپل کمپاین په موخه کاروي».

د ملي امنیت پخوانی رئیس داسې مهال ارګ په ټاکنو کې په احتمالي لاسوهنه تورنوي، چې خلګو د ولسي جرګې اوږدو او له فساده ډکو ټاکنو ته په کتو نور په ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړی او د یو شمېر حکومتي چاروکو له لوري پرلپسې اعترافونو هغوی پوه کړي، چې هر څه د حاکم ټیم په ګوتو کې تاوېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x