
پکتیا کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله دوه لوبغاړي وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۸): د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د کرېکټ پر لوبغالي د لوبې پرمهال د هاوان هوایي مرمۍ لګیدلي چې له کبله یې دوه لوبغاړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت نن د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې پېښه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې داسې مهال رامنځته شوه چې د ښوونځیو ترمنځ د کرېکټ پایلوبې سیالۍ ترسره کېده.
د پېښې ځینې عیني شاهدان وایي چې په دغه برید کې د لوبې لوبڅار هم ټپي شوی دی.
د یوه بل راپور له مخې په دغه پېښه کې ۳ ماشومان لوبغاړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
تر دې دمه ددې پېښې هدف نه دی په ډاګه شوی او نه یې هم مسوولیت چا پر غاړه منلی دی خو ویاند عبدالله حسرت وایي چې په اړه یې حکومت پلټنې پېل کړي دي.
دا لومړی وار نه دی چې پر یوه لوبغاړي دې داسې برید ترسره کیږي بلکې له دې وړاندې د فوټبال سیالۍ پرمهال هوایي برید او همدا ډول د ننګرهار په کرېکټ لوبغالي کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
خو ګوری دا کار د مسلمانانو دی؟ خو ندی که حکومت کړی وی یا طالب الله د دوی کور وران کړی.