ورزش

د افغانستان الف لوبډله د سیالیو لپاره بنګلدیش ته ولاړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ الف لوبډله د بنګلدیش الف لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره د بنګلدیش هېواد ته ولاړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې ملي الف لوبډله د دوه څلور ورځنیو او پنځه لیست ای یو ورځنیو سیالیو په موخه د بنګلدیش هېواد ته ولاړه.

کرېکټ بورډ زیاتوي چې دا لومړی وار دی چې د الف لوبډلې لپاره هغه لوبغاړي غوره شوي کوم چې په YOYO ټيسټ کې بریالي شول، خو هغوی چې بریالي نشول پرځای یې د ایمرجینګ لوبغاړي غوره شول.

د بنګله دېش پر وړاندې د الف لوبډلې لوبې به د جولايي میاشتې په پنځمه نيټه پيليږي، په دې لړ کې به لومړی دوه څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي.

د څلور ورځنۍ سیالیو لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي دي:

عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصر جمال، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، یمین احمدزی، درویش رسولي، نوین الحق، ضیاءالرحمن اکبر، رحمن الله ګربز، وقار الله اسحاقزی، فضل نیازی، سید احمد شېرزاد او شاهد الله کمال شامل دي.

دغه راز ضیاءالرحمن شریفي به د سید شیرزاد په نشتوالي کې لوبډلې ته واخیستل شي، سید شیرزاد اوسمهال په انګلستان کې د ملي لوبډلې سره د افتاب عالم پرځای یوځای شوی دی.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو لپاره لاندې لوبغاړي غوره شوي دي:

عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، دروېش رسولي، شاهد کمال، فضل نیازی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، نوین الحق، سید شیرزاد، فرید ملک، ضیاءالرحمن اکبر، منیر احمد، کریم جنت، میرویس اشرف او ناصرجمال په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

دغه سیالۍ به د جولایي میاشتې په پنځمه نېټه د څلور ورځنۍ سیالیو څخه پېل او د همدې میاشتې ار ۲۹مې نېټه پورې د یو ورځنیو سیالیو تر پایه دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x