نړۍ

ټرمپ: افغانستان کې مو د خپلو پوځيانو شمېر له شپاړس زرو نهو زرو ته راښکته کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل):د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، په نا اعلان شوې توګه يې په افغانستان کې خپلو پوځيانو شمېر له شپاړس زرو، نهو زرو ته راښکته کړی او زياته کړې يې ده، چې نور عسکر به هم راوباسي.

ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي: «ډېر خلک نه دي خبر، چې ما له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو چټکه لړۍ پيل کړې، زه په دې اړه ډېرې خبرې هم نه کوم، خو اوس باک نه کوي.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم ويلي، له افغانستانه ښه خبرونه ور روان دي او د نورو ښو خبرونو هيله يې ښکاره کړې ده.

ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو او کمولو اعلان په داسې حال کړی، چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره د اووم پړاو خبرې روانې دي او دواړه لوري په دغو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، له امریکا سره يې په روانو خبرو کې پرمختګونه شوي او هيله يې ښکاره کړې، چې روانې خبرې به د يوې هوکړې په اعلانولو پای ته ورسيږي.

د روانو چارو کارپوهان وايي، د ټرمپ له لوري د امریکايي پوځيانو د ويستلو اعلان په دې معنا دی، چې طالبانو سره د سولې خبرو کې  پرمختګونه شوي او امریکا له دې لارې طالبانو ته دا باور ورکوي، چې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو کې رښتينې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x