افغانستان

اشرف غني کندهار ته ولاړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «ا شرف غني» د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته ورسېد.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار کندهار ولایت ته سفر وکړ. د هیواد جمهوررئيس به د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستلو ترڅنګ چې چارې یې بشپړې شوي له مشرانو، علماو، ځوانانو او ښځو سره جلا جلا کتنې هم ولري».

اشرف غني کندهار ته له رسېدو سره سم ددې ولایت هوایي ډګر د «احمد شاه بابا هوايي ډګر» په نامه ونوماوه او ورپسې یې د یو ۱۶.۴ کیلو متره اوږ د سړک پرانسته کړه او د کندهار د پخواني امنیه قوماندان «جنرال عبدالرازق» نامه ته یې منسوب کړ.

کندهار ته د اشرف غني له رسېدو سره سم په ښار کې ټينګ امنیتي تدابیر نیول شوي او د ښار په یوه څنډه کې ګرځ بندیز اعلان شوی.

کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» کندهار ته د اشرف غني د سفر په تړاو لیکي « ولسمشر سهار شپږ بجې کندهار ته راځي، لومړی د هوايي ‌‌‌‌‌‌‌ډګر د نوم اړولو مراسم دي، بیا د شهید جنرال عبدالرازق خان د جادې پرانیستنه کوي، ورپسې د سولر د دوو پروژو او غرمه یولس بجې د عینومېني د روغتون پرانیستنه ده.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x