افغانستان

غور: شپږ ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د غور ولایت اوسېدونکي او ددې ولایت یو شمېر سیمه ئیز چارواکي وایي، د غور ولایت په شپږو ولسوالیو کې طالبانو خپل فعالیتونه اوج ته رسولي او شپږ واړه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

«اوا خبري اژانس» د غور ولایت د ولایتي شورا د غړي «عبدالبصیر قادري» له قوله لیکي « له تېرو لسو ورځو راپدېخوا د غور ولایت په شپږو ولسوالیو کې طالبانو خپل فعالیتونه اوج ته رسولي او په جګړه کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې».

نوموړی زیاتوي، تیوره، تولک، پسابند، شهرک، دولینه او  ساغر هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو له لوري د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د قادري په وینا، له دې ولسوالیو څخه ځینې يې داسې دي چې له مرکز څخه یوازې د پنځه کیلو متره په فاصله واقع دي خو سیمه ئیزو چارواکو یې تر دې دمه هیڅ غم نه دی خوړلی او که چېرې مرکزي حکومت ورته پاملرنه ونکړي موږ به د شپږو واړو ولسوالیو د سقوط شاهدان واوسو.

قادري همدا راز د هغو سلو کلیو یادونه هم وکړه چې څه موده وړاندې قومي مشرانو طالبانو ته سپارلي خو حکومت یې د نیولو هیڅ اقدام نه دی کړی.

بل لور ته د غور ولایت د والي ویاند «عبدالحی خطیبي» وايي، د کورنیو چارو، دفاع وزارت او ۲۰۷ قول اردو استازي ددې ولایت د امنیت د څېړلو په موخه په غور ولایت کې شتون لري او ژر به لاس په کار شي.

دا یوازې غور نه دی چې د سقوط راپورونه یې ورکول کېږي، تخار، فراه او د هیواد ګڼ شمېر ولایتونه له ورته برخلیک سره مخ دي.

طالبانو که له یوې خوا له امریکايي لوري سره خبرې چټکې کړې تر څنګ یې د جګړې ډګر هم تود ساتلی او په داسې حالت کې چې امریکايي ولسمشر د ټولو امریکایي فوځیانو د ایستلو تابیا کوي، طالبانو په دولتي سرتېرو بریدونه زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Basetkhan

تاسودي الله پاک وساتي چې دغلام دولت دچارواکونظر ورته راواړوي اوورته متوجه یې کړئ

الحاج استاذ بیانزی

ستاسی به په یاد وی ، چه یو وخت ملحد علومی د کورنیو چارو غلام وزیر د کشرانو او که د مشرانو جرګو مجلس ته د امنیتی اندایښنو دپراخوالی او جدیت له امله راغښتل شوی وو . هغه د غلامو او غټ خیټو وکیلانو د اندیښنو رفع کولو د پاره وویل : جنګ اوس په لیری پرتو ولسوالیو کی دی د یویه نیمی ولسوالی د سقوط خبری زمونږ اوستاسی غوږو ته رارسییږی ، څه وخت نیسی چه نزدی ولسوالی سقوط ، بیا د ولایتو وار او له هغه وروسته به د کابل او بالاخره ارګ دروازی ټنګول کیږی تر هغی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x