نړۍ

امریکا د بلوڅ بېلتونپالو ډله په تور لست کې شامله کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د ازادۍ په پلمه د جنګېدونکو بلوڅانو ډله «BLA» د خپلو بندیزونو په لست کې شامله کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د امریکا متحده ایالات بلوڅ لیبرېشن ارمي ډله د نړیوالو ترورستانو په لست کې شاملوي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « BLA یوه بلوڅ بېلتونپاله ډله ده، چې د پاکستان په بلوڅ مېشتو کې عام خلک، امنیتي ځواکونه او عامه اهداف په نښه کوي، دې ډلې په تېرو کلونو کې زیات شمېر ترورستي بریدونه سرته رسولي، د ۲۰۱۸ کال په اګست کې یې چینايي انجینران په نښه کړي او د همدې کا ل په نومبر میاشت کې یې د چین په قونسلګرۍ برید کړی».

د خبرپاڼې له مخې، دې ډلې په روان میلادي کال کې په ګوادر کې هم یو هوټل په نښه کړی وو.

بلوڅ لېبرېشن ارمي د بلوڅ بېلتونپالو ډلو په منځ کې تر ټولو مخکښه ډله ده، چې تر ډېره يې فعالیتونه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې متمرکز دي، د دې ډلې یو مشر او د چین په قونسلګرۍ باندې د حملې طراح «اسلم اچهو» څه موده وړاندې د کندهار ولایت په عینو مېنه کې په یوه بمي برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

دا پاکستان ته د امریکا د امتیاز یوه نمونه ده تر سو پاکستان طالبان د افغان دولت سره صلحی ته امر کری.
بس چی هر سه وی چی د دارینو په خیر وی هغه ته لاس په دوعا یو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x