لاهور: د هوايي ډګر دننه دوه کسان پر ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د لاهور ښار په نړیوال هوايي ډګر کې پر ډزو دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوې دی.

ډان نیوز ورځپاڼې د راپور پر اساس پېښه د هوايي ډګر د «راتګ» په انتظار ځای د هوايي ډګر د ودانۍ څخه بهر رامنځته شوې ده.

امنیتي چارواکو ویلي چې په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوې ده او لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا یو شخصي ستونزه وه.

د ریپورټونو له مخې د لاهور هوايي ډګر د بهر وتلو ټولې دروازې تړل شوي دي او په پېښه کې تورن دوه کسان ارشد او شان پولیسو نیولي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د