ممنوع مِن الصرف

حفيظ الدین پيرزاده

زما د گران ملگري دکتور اظھار الحق عزیز صیب په شمول ټول نحویان په دې اند دي چې عربي نومونه د تصریف له مخې په دوہ ډوله دي!

یوہ ته یې منصرف اسمونه وایي چې پخپل بیخ کې تغیر قبلوي او دویم یې غیر منصرف یا ممنوع مِن الصرف دي چې که ھر بلا یې پر سر راشي بیخ یې نه خوځي له ځایه، غر خو ھسې وي کنه!

منصرف خو لکه د شمال ټلواله ھر تغیر پخپله اخري یا کومه بله برخه کې له لږ‎ فشار یا تطمیع سرہ مني، د بیلگې په توگه عطا، عبد الله او نور چې یو وخت یې ښې مبارکې مسنونې اوږ‎دې ږ‎یرې وې خو اوس یا ھیڅ نشته یا د نشت برابر!!

یو وخت یې د اخوانیزم ببولالې غږ‎ولې او اوس د سیکولرزم!!

یو وخت یې دیموکراسي کفر بلله، خو اوس یې تر ټولو ستر ډنډورہ چیان!!

له دوی به تیر شو خو غیر منصرف اسمونه د خپل بیخ کش کول ( مجرور) نه مني یانې که ھرہ بلا پرې راوړ‎ې، اخر یې لکه د طالبانو دریځ ناقابل تغیر میباشد!

ھمدا راز له تنوین ( دوہ پیښه، دوہ زبرہ او دوہ زیرہ) سرہ یې داسې پخه دښمني دہ لکه د غني چې له سولې سرہ دہ، په ھیڅ راز یې نه مني!

دوستانو!

دا خبرې تیر کال ما جنت گل ته ھغه مھال کړ‎ې وې چې زہ افغانستان کې وم او د ھغه د پلار وزیر گل لیدو ته تللی وم!
جنت گل د نحوې امتحان درلود او پر مبني او معرب نومونو یې سر نه و خلاص!

وزیر گل په کټ کې اوږ‎د غزیدلی او په ځان یې څادر را خپور کړ‎ی و.

ما جنت گل ته دا ھم ویلي و کوم نومونه چې په خپل آخر کې تغیر نه قبلوي، باید دوہ سببونه او یا یو سبب چې د دوو ځایناستی وي موجود وي.

بیا مې ورته د سببونو شمیر پیل کړ‎. ما لا ھمدا خبرې کولې چې وزیر گل کټ کې نیغ کیناست او راته یې کړ‎ل:

زورورہ! تا خو نور ھم ورته سخت کړ‎!! ولې سادہ او عملي مثالونه ورته نه بیانوې؟!

ما وویل سادہ او عملي مثالونه؟! ھغه جنت گل ته مخ کړ‎ او ورته یې وویل:

گورہ بچیه! په جلال آباد او پیښور کې دې که بسونو، رکشو او ټکسیانو ته کله پام کړ‎ی وي، دا شعر یې پرې لیکلی وي:
زړ‎ہ خو راته وایي چې له ښکلیو کرایه مه اخله

یو مې غریبي دہ، بل د گاډي مې قسطونه دي

دلته اوس د گاډي یا ریکشې خاوند له ښکلیو څخه کرایه نه اخیسته، یانې له کرایې اخیستو منصرف و خو دوہ داسې سببونه پیدا شو چې ھغه یې له خپلې ارادې څخه غیر منصرف کړ‎ او ھغه دوہ سببونه لکه څنگه چې په شعر کې ذکر شوي، اول د سړ‎ي غریبي او دویم د گاډي قسطونه دي!!

سر دې خلاص شو؟

جنت گل د څټ په گرولو نه د ھو ویلو جوگه و او نه یې د نه ویلو جرئت کولی شو!

وزیر گل ما ته را وکتل او و یې ویل: ته څنگه؟! پوہ شوې؟

ما ورته کړ‎ل: ستا دې سادہ او عملي مثال (!) خو زہ ھم گنگس کړ‎م.

وایي کوم طالب وپوښتل شو، زید کومه صیغه دہ؟

ھغه ورته په ځواب کې وویل: د دوہ یاگانو خلطه مضارع!

یوہ ی یې طالبانو ترې په ضرب، ضربا، ضربو گوزار کړ‎ہ، بله ی چې د زید په سر کې وہ، شیعگانو ترې گوزار کړ‎ہ.
آخر یې حی علی الفلاح ترې را و ایست په وزن د زیړ‎ې بلبلې!!!

ھغه راته وویل: زہ خو د دې طالب په اعلال پوہ نه شوم او بله دا چې زید څنگه صیغه دہ؟
ما ورته کړ‎ل: ستا او د ھغه طالب په سادہ او عملي مثالونو پوھیدل اسانه خبرہ نه دہ!

وزیر گل په جنت گل غږ‎ کړ‎:

بچیه! لاړ‎ شه او کاکا ته دې داسې ښه مزیدار د شیدو چای راوړ‎ہ!

جنت گل پاڅید چې کور ته لاړ‎ شي، خو پلار یې بیا ورته وویل: زویه! مور ته دې ووایه چې تور چای ډیر وا نه چوي چې بیا د سړ‎ي زړ‎ہ سیزي ، شیدې ھم ډیرې مزہ نه کوي او د بورې پر ځای دې چایو ته ھغه گوړ‎ہ ور واچوي چې ما تیرہ میاشت له کامې راوړ‎ې وہ!

جنت گل وویل: سمه دہ پلارہ او روان شو، خو وزیر گل بیا پرې غږ‎ کړ‎ خو گورہ مور ته دې ووایه چې له گوړ‎ې سرہ ھم احتیاط وکړ‎ي! ھغه ماته زما یو کامه وال اشنا په تحفه کې راکړ‎ې او ھسې ھم کاکا خو دې ھوښیار سړ‎ی دی، پوھیږ‎ي چې ډیرہ خوږ‎ہ صحت ته مضرہ دہ!!

ما ورته کړ‎ل: ممسک انسانه!

ته چې ھر څومرہ خپل بُخل او کنجوسي د خبرو په لفافو کې پټه کړ‎ې، زہ دې پیژنم!

تا دې الله ما کرہ راولي، زہ به دې ھم خوښ شم!

د تور چای یو دوہ پاڼې په خوله کې در اچوم، یو گیلاس گرمې اوبه درته مخې ته ږ‎دم، د شیدو تصویر درته په ټیلفون کې راولم او بورہ خو به را څخه په دوربین کې ھم ونه گورې! ھغه خو ھسې ھم صحت ته مضرہ دہ!

وزیر گل په کړ‎س کړ‎س وخندل او راته کړ‎ل یې: یرہ د نیکۍ زمانه نه دہ! ما خو دا ھر څه د مھربانۍ له مخې وویل. زما اشنا یې، راته گران یې، ما سرہ ستا د صحت غم دی!!

ما ورته وویل: سمه دہ، تا دې ھم الله تعالی ما کرہ راولي چې د مھربانۍ په مقابل کې دې دوہ چندہ مھرباني درسرہ وکړ‎م!!

جنت گل چایو پسې لاړ‎ او ما وزیر گل ته وویل:

ھلکه! جنت گل ځوان دی. ولې وادہ ورته نه کوې؟!

ھغه ځواب راکړ‎: ارادہ مې وہ خو دلته ھم دوہ سببونو غیر منصرف کړ‎م!

ما وویل: کوم سببونه؟

ځواب یې راکړ‎:

یو مو غریبي دہ، بل یې پاتې سبقونه دي!
_______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جون ۳۰/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داود افغان
میلمه
داود افغان

خو نه دا د سولې د نه راتلو کوم دوه سببونه دي؟
سولې لکه پيغله ځان پټ کړی دی
موږ يې په ليدو پسې ړانده شولو
سولې کبرجنې که په لاس راغلي
غيږ کې به د ونيسم په شونډو به دې ښکله کړم.