افغانستان

غور: طالبانو په ساغر ولسوالۍ کې پراخې سيمې نيولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د غور ولايت په ساغر ولسوالۍ کې له دولتي عسکرو څخه پراخې سيمې نيولي دي او دولتي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د ساغر ولسوالۍ په دجواجه سيمه کې طالبانو له دولتي عسکرو څخه پراخه سيمې نيولي دي چې د کورونو شمير يې نږدې ۲۰۰۰ ته رسيږي او دولتي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه ويلي دي چې په دې جګړه کې يې ۱۵ دولتي سرتيري وژلي دي او ګڼ شمير سپکه او درنه وسله يې ورڅخه نيولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غور ولايت يو شمير اوسېدونکو او ولايتي چارواکو تيره ورځ ويلي وو چې په دې ولايت کې د طالبانو فعاليتونه تر بل هر وخت زيات شوي دي او شپږ ولسوالۍ يې سقوط ته نږدې کړي دي.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالبصير قادري اوا خبرې اژانس ته ويلي دي چې له تيرو لسو ورځو راهيسې طالبانو د غور لايت په شپږ ولسواليو کې خپل فعاليتونه په بې سارې توګه زيات کړي دي چې له امله يې لسګونه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x