افغانستان

ښوونې وزارت: ښوونکي د زده‌ کوونکو په ويښتانو کې د کرښې جوړولو او قيچي کولو حق نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت د ښوونې وزارت ويلي، ښوونکي د زده کوونکو په ويښتانو کې د کرښې جوړولو او قيچي کولو واک نه لري او زياتوي، چې دغه کارونه د زده کوونکو پر رواني وضعيت ناوړه اغېز کوي.

د ښوونې وزارت پر رسمي فيسبوک پاڼه راغلي، چې د ښوونې او روزنې وزير محمد ميرويس بلخي په ټول هېواد کې ښوونکو او مديرانو ته امر کړی، چې د زده کوونکو په ويښتانو کې د کرښو جوړولو او قيچي کولو څخه جدي ډډه وکړي.

د هېواد په ګڼو سيمو کې د ښوونځيو مديران، سرښوونکي او ښوونکي د زده کوونکو د روزنې او تربيې په موخه زده‌کوونکو ته تر ځانګړې ورځې وخت ورکوي، چې خپل ويښته کم کړي او د سرغړونې په صورت کې بيا د ښوونځيو مسؤولين د زده کوونکو ويښته خريي او يا يې هم  قيچي کوي.

د ښوونځيو مديران او استادان تر ډېره د زده کوونکو د پاکۍ او له اخلاقي فساده د کشرانو هلکانو د ساتنې لپاره د هغوی ويښته کموي يا قيچي کوي، خو حکومت وايي، چې دا کار د هلکانو پر رواني وضعيت ناوړه اغېز کوي.

د ښوونې وزارت له لوري دا پرېکړه په داسې حال کې کيږي، چې د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې سلګونه ښوونځي تړل شوي، سلګونه هوايي ښوونځي راجسټر دي او په سلګونو نورو ښوونځيو کې د ښوونکو شمېر، کتابونه او د ښوونې روزنې نورې اساسي اړتياوې نه دي پوره او حکومت پرې د ويښتانو کمولو او قيچي کولو بنديز ولګاو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x