لس لاملونه چې په اوړي کې مو هندوانې خوړلو ته رابولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): هندوانه د ګرمۍ موسم مېوه ده، چې په عام ډول د ښه خوند، ګرمۍ ختمولو او په بدن کې د اوبو زیاتولو لپاره استعمالیږي چې پر بدن هیڅ بد اغیز نه کوي.

د راپورونو پر اساس په هندوانه کې ۹۲ سلنه اوبه شتون لري چې د انسان روغتیا لپاره تر ټولو ښه خواړه ګڼل کیږي، همدا ډول هندوانه کې د ویټامین C او ویټامین A مادې په پراخه ډول شتون لري.

دلته لس هغه لاملونه وړاندې کوو چې د هندوانې خوړلو ته مو رابولي:

  • هندوانه د بدن پوستکی تازه، له اوبو څخه برخمن او له خوشکوالي یې ساتي.
  • لکه څرنګه چې هندوانه د اوبو لوړه کچه لري همدغه ډول د فایبر خوړو څخه هم برخمنه ده، دا تاسې ته د مړښت احساس درکوي او د لا زیات خوراک څخه مو ساتي.
  • هندوانه یو له هغو میوو څخه ده چې کم کالوریزې تولیدوي، په یوه هندوانه کې یوازې ۴۶ کالوریز چې ۱۵۴ ګرامه کیږي- شتون لري.
  • هندوانه یو شمېر غذایي عناصر لري، په دې کې ویټامن C، A، پوټاشیم، مګنیسم او ویټامن B شتون لري.
  • هندوانه همدا ډول لوړه کچه کاروتین هم لري، دا د اکسایډ ضد ماده ده چې د بدن حجرو د تخریب مخنیوی کوي، هندوانه د سرطان د ځینو ډولونو ګواښ مخنیوی کوي او د کولیسترول او وینې فشار کچه هم ټيټوي.
  • د ویښتانو او پوستکي لپاره ګټور دی ځکه چې په دې کې شته ویټامن A او C د پوستکي او ویښتانو روغتیا لپاره ګټور دي.
  • د هاضمې سیستم غوره کوي.
  • د عضلاتو بندونه له انفیکشن او التهاب څخه ژغوري.
  • د ورزش پرمهال ستاسې فعالیت پياوړی کوي.
  • له ورزش وروسته د بدن دردونه کموي ځکه چې په هندوانه کې شته پوټاشیم بدني قوت نور هم پیاوړی کوي.

همدا ډول هندوانه هډوکی قوي کوي، د ویني لوړ فشار او غوړ کموي، په پراخه کچه انرژي تولیدوي او د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خان
میلمه
خان

ماشاالله دیده شه میوه ده د مالوماتو نه من نه ووم