ملا خیرالله خیرخواه

خیرخواه: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي / ویډیو مرکه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر او له امریکايي لوري سره د مذاکراتي ټیم غړي ملا خیرالله خیرخواه له نن‌ټکي‌اسیا سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې له امریکایانو سره له روانو مذاکراتو یې موخه یوه «اسلامي او افغان شموله نظام» ته رسېدل دي.

خیرخواه زیاتوي «افغانان باید خپل وطن کې ارام ژوند ولري، امنیت وي. دا هر څه د اشغال له پای سره ترلاسه کېږي».

که څه هم د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو ښاغلی خیرخواه ډاډ ورکوي چې خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي «امریکایانو زموږ د تشویشونو د لرې کولو کوښښ کړی او موږ هم د دوی د تشویشونو د لرې کولو هڅه کړې ده. تر دې دمه مذاکراتو کې له سختو پړاوونو تېر شوي یو».

دغه طالب چارواکی وايي د داسې نظام د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي. د روانې میلادي میاشتې پر اوومه او اتمه په دوحه کې د کېدونکې بین الافغاني ناستې په اړه وايي «موږ له اوسه کوشش کوو چې څنګه له خپلو افغانانو سره د تفاهم لار اختیار کړو. کله چې بین الافغاني مذاکرات شروع کېږي، تر هغې وړاندې باید د یوه تفاهم لپاره کوښښ وسي».

ملا خیرالله خیرخواه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي و که له افغانستانه خپل پوځیان وباسي جګړه به تر امریکا ورسېږي وویل «دا سمه نه ده. افغانانو د خپل وطن د اشغال د خاتمې لپاره خپل جهاد ته ادامه ورکړې ده او تر هغې به جهاد کوي چې له وطن څخه یې اشغال ورکېږي».

ښاغلی خیرخواه وايي تېرو اتلسو کلونو ثابته کړې چې داسې بېلګه نه شته چې افغانانو دې نورو هېوادونو ته زیان رسولی وي. ښاغلی خیرخواه وايي «موږ اطمینان ورکوو چې نه یوازې د امریکایانو لپاره بلکې د بل هر چا په اړه چې دا نه د افغانانو عادت دی چې چاته ضرر ورسوي او نه هم داسې کله په تاریخ کې سوي دي».

دغه طالب چارواکی زیاتوي چې «موږ د دې اطمینان هم ورکړی دی چې موږ به څوک پرېنږدو چې زموږ خاوره د بل چا پر ضد وکاروي».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ماشاءالله