نړۍ

د شيخ يوسف القرضاوي لور د مصري استخباراتو له زندانه ازاده شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د مصر امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د شيخ يوسف القرضاوي لور «علا» له دوه کاله زندان وروسته نن د استخباراتو له زندانه ازاده شوه.

د شيخ قرضاوي لور «علا» او خاوند يې «حسام» دوه کاله مخکې د اخوان المسلمين ګوند د غړيتوب په تور نيول شوي وو، چې لور يې نن خوشې شوه، خو د هغې خاوند لا هم په زندان کې دی.

د مصر حکومت اخوان المسلمين ګوند د ترهګرو ډلو په لېست شامل کړی دی.

د مصر حکومت د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران له امنيتي ځواکونو سره د ټکر، نښتو او نورو تورونو له امله په زندان کې اچولي او د دغه ګوند رهبري مشر او پخوانی ولسمشر محمد مرسي هم له شپږ کاله زندان وروسته تېره مياشت په محکمه کې وفات شو.

د شيخ قرضاوي زوی عبدالرحمن يوسف هم په خپله فيسبوک پاڼه له زندانه د خپلې خور د خلاصېدو خبر تاييد کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د اخوان المسلمين روحاني مشر ۹۰ کلن شيخ يوسف القرضاوي د پخواني ديکتاتور ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پر مهال له مصر څخه تبعيد شوی او په قطر کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

طالبان دی دبی گناه افغانانو د وژلو فتوا له دغه ستر عالم خخه واخله نه د پنجاب ## مولنا طاهر اشرفی خخه.

مجاهد

عبدالله صاحب په هماغه کچه چه پرون له کا چی بی او نن له سی ای ای ډاریږی د کرام الکاتبین څخه هم وداریږی چه ستاسی په اوږو ناستی تر کاجی بی او سی ای ای مو له نزدی څاری کاجی بی او سی ای خو به مو تلیفون او نوری اړیکی له لیری څاری مګر الله ج مو هغه چه زړه کی تیریږی هم څاری . طالبانو د افغان وژنی د پاره سپیڅلی جهاد نه دی پیل کړی دا یی د هغو وحشی اشغلګرو په مقابل کی پیل کړی چه له تاسی یی قضایی مصونیت هم تر لاسه کړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x