نړۍ

چاودنې پنځه پاکستاني عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان او هند تر منځ پولې په څو مترۍ کې یوې چاودنې پنځه پاکستاني عسکر وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې چاودنه په برناله سیمه کې شوې او په اړه یې دقیق جزئیات څرګند نه دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په پېښه کې ۵ سرتیري محمدصدق، محمدطیب، شیرزمان زوهیب او غلام قاسم وژل شوي دي.

پاکستان د چاودنې مسوولیت پر هغو  ناڅرګندو «ترهګرو» اچولې چې د هند له خوا یې ملاتړ کیږي.

پاکستان او هند په ۲۰۰۳ز کال کې د کنترول پر کرښه د جنګ بندۍ تړون لاسلیک کړی و خو دواړه لوري د معاهدې اصولو ته ډیر پابند نه دي او وخت پر وخت پر یو بل بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x