افغانستان

کرزی: د امریکا مبهم سیاست د ترهګرۍ او ناامننۍ تر ټولو ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د امریکا او نړيوالو ځواکونو د شتون تر سيوري لاندې د امریکا د مبهم سياستونو له امله داعش ډلې رشد کړی او افغانستان د ناامنۍ ښکار شوی دی.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کړي، چې تېره ورځ يې له فاکس نيوز خبري اژانس سره په مرکه کې «افغانستان د تروريزم لابراتوار» بللی و.

د کرزي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې د امریکايي پر روان سياست نيوکې شوي او د هغه په وينا د متحده ایالاتو مبهم سياست د دې لامل شوی، چې د داعش په شمول نورې ډلې دلته فعاليتونه پيل کړي.

کرزي ويلي، افغانستان د ترهګرۍ لابراتوار نه، بلکې د ترهګرۍ اصلي قرباني دی.

پخواني ولسمشر يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د افغانستان کشاله له پوځي او جګړه ييزو لارو نه حل کيږي، بلکې د دې اوږدمهالې معضلې د حل لپاره باید د سولې پروسې فعاليتونه غښتلي شي او په رښتينې معنا د سولې لپاره کار وکړی شي.

کرزي په داسې حال کې د امریکا پر سياستونو نيوکې کړي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغانستان روانې کشالې د سياسي حل لپاره د مذاکراتو اووم پړاو روان دی.

که څه هم تر اوسه د دغو خبرو کره جزيات رسنيو ته نه دي راوتي، خو دواړه غاړې دغه خبرې ګټورې او له پرمختګونو ډکې بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

لمړی : د دی پاڼی او ټولو خپلواکو او اصیلو هیوادوالو څخه هیله لرم ، چه کرزی او غنی ته د ښاغلی یا بله کومه درنه اصطلاح مه کاروی د شاه شجاع ، کارمل او کرزی، غنی او خلیلزادد په شان هغو غلامانو ( له سپکوالی غیره ) په بل درنشت مه قایلیږی چه د ډالرو او مقامو د پاره یی د امریکا او ناتو سره د خاوری، خلکو او خپلواکی سودا وکړه او د هغویو د ګټو د پاره خپل خلک وژنی او افغانی میرمنی بی عفته کوی د ښاغلی نوم یادول د شاغلی کلیمی ته توهین دی. لکه… نور لوستل »

Hidayat shinwaray

د کرزی خبری ډیر پر ځای دی خو کاشکی چی دی د خپل واکمنی په دوره کی هم دغسی بی ساری دریځ درلودلی.
We are the victims of state sponsored terrorism like the black water evil organisation.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x