افغانستان

طالبان: د دولتي عسکرو په لیکو کې بلک واټر راسره جنګېږي

شنن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، امریکایي عسکر له افغانستان څخه پښو سپکولو ته شېبې څاري خو د دولتي عسکرو په لیکو کې یی بلک واټر قراردادي سرتېري ځای په ځای کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکي «له څه مودې راهیسې چې امریکايي اشغالګر عسکر له جګړې او اشغال څخه ستړي شوي او د کابل اداره هم د افغان ملت په وړاندې د ماتې په حال کې په منډو ده، نو يې له ځانه سره د افغان وژنې لپاره امریکايي بلک واټر عسکر را وستي او خلک پرې وژني».

خبرپاڼه زیاتوي «د روان میلادي کال تیرې جون میاشتې په (۲۶) تاريخ د شپې مهال د کابل سروبي ولسوالۍ تورغرسیمې ناصرو کلي باندې مشترک دښمن غوښتل د مجاهدینو په یوه مرکز چاپه ووهي، چې له سخت غبرګون او درنو تلفاتو سره مخ شول، په یاده جګړه کې د کابل ادارې له عسکرو سره امریکايي بلک واټر عسکرو هم ګډون درلود چې د دواړو څخه ۱۸ تنه عسکر ووژل شول، ګڼ شمیر يې ټپيان شول، له دښمن څخه د تېښتيې په وخت کې څه نظامي توکي، لباسونه او د سر خولۍ پاتې شوې چې په ښکاره پرې  بلک واټر (Black Water)  نوم لیکل شوی دی.».

طالب ویاند حکومتي چارواکي تورن کړي چې جګړه یې داسې قراردادي عسکرو ته په کرایه ورکړې چې په مخ ورتلونکي هر څه له منځه وړي، په ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو هیڅ رحم نه کوي اود مسجد، عامه ځایونه ښوونځیو او مدرسو په ورانولو هيڅ د مسئولیت احساس نه کوي.

طالبانو همدا راز، په ملت غږ کړی څو له دولتي چارواکو سره سخت چلند وکړي او رحم ورباندې ونکړي او له بشري بنسټونو یې غوښتي څو ددې عسکرو له جنګ سره د تړلي بشري ناورین په مخنیوي کې خپل رول ولوبوي.

یاده دې وي، چې د افغانستان جګړه قراردادي بدنامه عسکرو ته  سپارل کوم چې د عراق او نورو هیوادونو په جګړه کې هیڅ ښه مخینه نه لري، کومه نوې خبره نه ده، واک ته د ترمپ له رسېدو سره سم ددې کمپنۍ پخواني مشر «ایریک پرنس» د ټرمپ په مېز باندې د افغانستان د جګړې د قراردادي کېدو وړاندیز اېښي وو، د ځینو سرچینو له قوله په دې لړ کې پرنس افغانستان ته هم راغلی وو او دلته یې له یو شمېر پخوانیو قوماندانانو او د ګډ حکومت له امنیتي چارواکو سره لیدلي وو او له هغوی یې په دې تړاو مرسته غوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بلیک واټر د کفارو اصلی نوم دی یعنی ټول کفار بلیک واتر دی بلیک واتر یعنی زهری توری اوبه دی، ټول اشغالګر کفار بلیک واتر او لکه دافغانستان او عراق په شان اشغال شوو مستعمرو کی چه یی کوم افغان او یا عراقی غریب خلک د هغوی د لوږی او بی سوادی څخه په ګټه اخستنه ، پولیسو ، اردو او ملیشو کی ځای په ځای کړی هغوی هم بلیک واتر دی چه خبل خلک وژنی ، دا مهمه نه ده چه دا چا نوم سمیت ، جان او احمد دی مهمه داده چه څوک د چا په قومانده او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x