فیسبوک، واټساپ او انسټګرام له تخنیکي ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو تر ټولو منلې پاڼې فیسبوک، واټساپ او انسټګرام له سختو تخنیکي ستونزو سره مخ دی چې له کبله یې کاروونکو ته ددې په استعمال کې یو شمېر ستونزې رامنځته شوي دي.

د راپورونو له مخې نن د چهارشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو مشهورو پاڼو په استعمال کې یو شمېر ستونزې رامنځته شوي چې له کبله یې په فیسبوک کې تازه عکسونه نه ښودل او په نوي پوسټ خپرولو کې ستونزې پېښیږي.

همدا ډول په واټساپ کې غږیز پیغام نه غږول، عکس نه ښکته کېدل، ویډیو نه ښودل او داسې نورې ستونزې هم رامنځته شوي چې له کبله یې په ملیونونو کاروونکي اغیزمن شوي، البته واټساپ کې لیکلی پیغام استول کیږي.

د فیسبوک تر ملکیت لاندې انسټګرام کاریال هم د څو ساعتونو راهیسې له ستونزو سره مخ دی چې په کې نوي عکسونه نه څرګندیږي او نه هم پاڼه تازه کیږي.

د نړۍ په شاوخوا اروپا، امریکا، سویلي امریکا، اسیايي او داسې نورو هېوادونو کې د فیسبوک، واټساپ او انسټګرام په استعمال کې ستونزې رامنځته شوي دي.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې فیسبوک او ددې تر ملکیت لاندې کاریالونو ته دغه ستونزې له کوم خوا رامنځته شوي خو دا په روان کال کې دریم وار دی چې فیسبوک په پراخه کچه له تړلو سره مخ کیږي.

په دې اړه فیسبوک ویلې: «مونږ له یادو ستونزو خبر یو، له خپلو کاروونکو بخښنه غواړو او ژر تر ژره ددې ستونزو له منځه وړلو کوښښ کوو».

فیسبوک له اوږدې مودې راهیسې کوښښ کوي چې تر خپل ملکیت لاندې کاریالونه سره وصل کړي، خو په دې لړ کې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوی او لا هم کیږي چې د نړۍ په شاوخوا کې یې په ملیاردونو کاروونکي له دې ستونزو اغیزمن کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د