ورزش

پاکستان لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډله د روان ۲۰۱۹م نړیوال جام له سیالیو په داسې حال کې بهر شوه چې لا به هم د بنګلدیش پر وړاندې یوه لوبه ترسره کوي.

د نړیوال جام په ترڅ کې نن د چهارشنبې په ورځ د انګلستان او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې انګلستان نیوزیلند ته د ۱۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په نیمه پایلوبو کې ځای موندلو لپاره په وروستیو کې د پاکستان، انګلستان او نیوزیلند ترمنځ سیالۍ وې، خو انګلستان لومړی هند او بیا نیوزیلند ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په دې لړ کې انګلستان ۱۲، نیوزیلند ۱۱ او پاکستان ۹ پواینټونه لري، خو نیوزیلند ۰.۱۷۵ غوره نیټ رن ریټ NRR او پاکستان چې لا به هم یوه لوبه ترسره کوي منفي ۰.۷۹۲ نیټ رن ریټ NRR لري، په دې لړ کې پاکستان له بنګلدیش سره په سیالۍ ګټلو هم نشي کولای خپل منفي رن ریټ بشپړ کړي.

ایا پاکستان لوبډله کولای شي اوس هم نیمه پایلوبې ته لار ومومي؟

هو؛ په لاندې ناشونو لارو:

لومړی: که چیرې پاکستان لوبډله د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د (۳۱۶) منډو په توپیر بریا خپله کړي کولای شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي، معنا دا چې پاکستان باید لومړی توپوهنه وکړي ۴۰۰ منډې جوړې کړي او بنګلدیش د ۸۴ او یا هم له دې په کمو منډو وسوزوي، په دې حالت کې کولای شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي خو دا ددوی لپاره ناشونې ده.

دویم: پاکستان ۳۵۰ منډې جوړې کړي، بنګلدیش په ۳۹ یا کمو منډو وسوزوي او پاکستان د ۳۱۱ منډو په توپیر بریا خپله کړي.

دریم: پاکستان ۴۵۰ منډې جوړې کړي، بنکلدیش ۱۲۹ یا کمې منډې جوړې کړي او پاکستان د ۳۲۱ منډو په توپیر بریا خپله کړي.

څلورم: یا که بنګلدیش لوبډله لومړی توپوهنه کوي باید پاکستان بنګلدیش په صفر وسوزوي او پاکستان خپله هم دغه بریا د وایډ او یا نو توپ له لارې خپله کړي، په اصطلاح که چیرې بنګلدیش لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه پاکستان له نړیوال جام څخه په اتومات ډول بهر شو.

یاده دې وي چې په نیمه پایلوبه کې به انګلستان لوبډله چې په دریم نمبر ده د هند پر وړاندې چې په دویم نمبر ده د جولایي میاشتې په ۱۱مه نېټه مخ کیږي، استرالیا لوبډله چې په لومړي نمبر ده د څلورم نمبر لوبډلې سره چې غالبا نیوزیلند لوبډله ده د جولایي په ۹مه نېټه نیمه پایلوبه کې مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x