افغانستان

غني دولتي عسکرو ته: تاسو د ډیموکراسۍ ساتونکي یاست، معامله نه درباندې کوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» نن سهار کندهار ته تللی وو او هلته یې د څو عامه پروژو په پرانستلو سربېره ددې ولایت له مخورو او په دې ولایت کې د  واقع د ۲۰۵ اتل قول اردو له امنیتي چارواکو او سرتېرو سره لیدلي.

غني د قول اردو چارواکو او سرتېرو ته په خطاب کې وویل « هیچا ته به اجازه ورنکړو چې تاسو تیت پرک کړي او نه به هم د سولې په پروسه کې په تاسو معامله وکړم».

نوموړي زیاته کړه « فساد او د توکم پالنې څه مسایلو ستاسو د پرمختګ مخه نیولې، موږ وخت په وخت ددې مشکلاتو د حل لپاره هڅې کوو، زما حکومت هڅه کوي په راتلونکو دوو میاشتو کې د سولې لپاره هره شونې او منطقي لاره وکاروي».

د غني په وینا، د افغانستان دولتي سرتېري د ډیموکراسۍ ساتونکي دي او قربانۍ یې په ستایلو ارزي.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال د خپلو عسکرو د روحیې لوړولو هڅه کوي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې هغوی د طالبانو تر شدیدو بریدونو لاندې دي او ور ځ تربلې یې تلفات زیات او پرمختګ کمېږي.

طالبانو په بیا، بیا په دولتي سرتېرو غږ کړی څو ددوی په وینا، د خپلو خلګو له وژلو لاس واخلي او د طالبانو لیکو ته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کله چه په نړی کی استثمار ، وحشت او استعمار لمن په پراخیدو شوه الله ج د دغو دمخنیوی د پاره الهی نظام خپلو بندګانو ته دالی کړو چه د الهی عدالت په مټ به د ټولو ناخوالو مخه ونیسی. اسلام شرق او غرب ته ورسید او به ډیرو هیوادو کی الهی عدالت پلی شو چه له امله یی سوله او هوساینه تضمین شوه، چه حریصو کفارو یی نتجیه ولیدله پوه شول چه نور یی د استثمار او استعمار مخه ونیول شوه د الهی نظام په مقابل کی یی د دموکراسی په نو م شیطانی نظام ابتکار وکړو یعنی د… نور لوستل »

ياسر

تاسو د مسجدونو او دمدرسو دوښمنان ياستي
تاسو د قران د حافضانو دوښمنان ياستي
تا سو د اشغالگرو ساتونكي ياستي
تاسو پرون زمونژ په كلي كي په يوه دارالحفاظ حمله وکړه اته كسان د قران حافضان مو په سر سر زربه کړل دارالحفاظ او مسجد مو ونړول،
أيا ته دشرم په نامه څه پيژني؟

سیدګل اغابنوری

ددی هیواداولادونه چه په هره جامه کی وی،اوهرځایکی وی ؟باید دغنی ددیموکراسۍ لپاره قربانی ورنکړی ، غربی دیمو کراسی دکافرو ایزم اولاره ده اوزمونږ فوځ مسلمان دی اودمسلمانانوځامن دی ،اودغرب ددیمرکرسۍلپاره به خپله دنیااواخرت خراب نکړی ؟ غنی پوه شه دیموکراسی پوه شه ،غنی پوه شه اومسیحیان اوخسرګنۍ ئی پوه شه ؟ والسلام .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x