افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د قطر له مذاکراتو ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د باندنیو چارو وزارت په قطر کې د طالب او امریکایي استازو له روانو خبرو ملاتړ کړی او ادعا یې کړې چې امریکایي لوري ددې خبرو جزئیات له دوی سره شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت الله احمدي» طلوع نیوز ته ویلي « دقطر له مذاکراتو په بشپړ ډول ملاتړ کوو، ددې مذاکراتو د هر دور جزئیات له موږ سره شریک شوي او موږ په دې برخه کې له متحده ایالاتو سره بشپړ همغږي یو، موږ د سولې لپاره هر ممکن فرصت ته سترګې په لاره یو او هیله لرو دا ټول پړاوونه به له طالبانو سره زموږ مخامخ ناستې ته زمینه برابره کړي».

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د طالب او امریکايي لوري له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي، چې د حکومت نور چارواکي بیا امریکایي لوری تورنوي چې د سولې په خبرو کې یې دوی ګوښې ته کړي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې خپلو استخباراتي اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

حکومت لا تر اوسه د طالب او امریکایي استازو تر منځ د روانو مذاکراتو په تړاو له خپلو پاشلو برخو سره همغږی شوی نه دی خو په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته ناست دواړه لوري بیا د یوه توافق په درشل کې دي او ډېره تمه کېږي چې ددې دور خبرې به له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو خبر له ځانه سره ولري او طالبان به پکې وکولای شي امریکا قانع کړي چې له راتلونکي افغانستان څخه به زیان ورته نه رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x