
افغان لوبډله به وروستۍ سیالۍ سبا د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په ترڅ کې خپله وروستۍ لوبه د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې سبا د پنجشنبې په ورځ په ۴م جولایي ترسره کوي.
ویسټ انډیز او افغانستان په نړیوال جام کې یو له بهر شویو لوبډلو څخه دي، افغان لوبډلې که څه هم په دې وروستیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو تر دې دمه یې هیڅ لوبه نه ده ګټلې.
بل خوا ویسټ انډيز لوبډله چې پېل یې پاکستان لوبډلې ته په سخته ماتې وکړ په وروستیو کې پرلپسې لوبې وبایللې چې اوسمهال ۳ پواینټونه لري او په جدول کې په نهم نمبر ځای لري.
Team Afghanistan will face @windiescricket in their last match of the ICC @cricketworldcup 2019 at Headingley, Leeds tomorrow at 2PM AFT.#AFGvWI #CWC19 #AfghanAtalan pic.twitter.com/jp3JjSW86f
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) July 3, 2019
په نړیوالو سیالیو کې ویسټ انډیز او افغانستان لوبډلې سیال ثابتې شوي چې د نړیوال جام لپاره په غوراوي سیالیو کې افغان لوبډلې ویسټ انډيز ته دوه واره ماتې ورکړې وه.
همدغه ډول به افغان لوبډله د ویسټ انډيز پر وړاندې هڅه کوي د نړیوال جام صفر پواینټ په دوو بدل کړي.
د روان نړیوال جام په ترڅ کې افغان لوبډله له یو شمېر ستونزو سره مخ شوه چې لومړی یې د لوبډلمشر بدلون، د لوبغاړو ترمنځ اختلاف، روغتیایي او داسې نورې ستونزې د سر ټکي وو، چې له کبله یې پر لوبه هم ستر اغیز کړی و.
یاده دې وي چې د ویسټ انډیز او افغانستان ترمنځ لوبه به د انګلستان په لیډز ښار هیډنګلي لوبغالي کې د ماسپښین په دوه بجې پېل کیږي.