افغانستان

د قطر په بین الافغاني ناسته کې د حکومت رسمي استازي ګډون نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزیر « سلام رحیمي» وایي، قطر او جرمني د سولې روانو خبرو د تېزولو په موخه په دوحه کې د یوې بین الافغاني ناستې کوربتوب کوي.

د دوحې بین الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني په ګډو هڅو او کوربتوب رابلل کېږي سلام رحیمي يې په اړه وایي، په دې غونډه کې چې د رواني میاشتې په ۷ او ۸ نېټه به په دوحه کې جوړېږي د افغانستان د دولت رسمي استازي ګډون نه کوي.

ددې غونډې په تړاو د د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له وړاندې څرګنده کړې وه، چې دوی د ګډ حکومت له استازو سره نه کېني او په یاده غونډه کې ټول ګډونوال به یوازې د یوه افغان په حیث د خپل ځان استازیتوب کوي.

د شاهین په خبره، په دې ناسته کې به د افغانستان له بیلابېلو قشرونو څخه ۶۰ تنه استازي ګډون کوي.

د چارو شنونکی « حسن حقیار» د راتلونکې غونډې په تړاو وایي « د دوحې بین الافغاني ناسته د پریکړو غونډه نه ده، بلکې په دې غونډه کې به د یوې بلې سترې غونډې لپاره په تیاري او اجنډا خبرې کېږي او تر ډېره باور دادی چې دلته به په اوربند، د افغانانو په ستونزو او راتلونکو ناستو بحث وشي».

د دوحې د بین الافغاني ناستې په تړاو د ګډ حکومت له منځه بېلابېل دریځونه خپرېږي، د حکومت ځيني چارواکي وایي، دوی ته ددې غونډې په تړاو هیڅ معلومات نه دي ورکول شوي خو ځیني نور بیا په دې غونډه کې د حکومتي استازو د ګډون خبره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اصلا حکومتونه باید بیطرفه وی اړخ باید ورته ونه ویل شی ، نن د یو ډول خلکو او صبا به د بل ډول مفکوری خلکو حکومت وی . زه په عادی شرایطو او د هیوادو دننه مخالفتو او دشمنیو په اړه یادونه کوم . اشغال شوی هیواد کی د کابل غلامه اداره خو له بهره د کارمل په شان د کرزی سره یوځای سره ډولی کی راوړل شوه دا حکومت نه دی دا د مظلوم هیواد د استثمارولو د باره د اشغلګرو کاری اداره ده که د اشغلګرو سره خبری کیږی توافق او یا تقابل ته رسیږی د کابل غلامه… نور لوستل »

اجمل

بیانزی صیب پخیر: نن سبا ښی لیکنی کوی خو زه بیا هم ستاسو پر خبرو یو څه تبصره له د پخوا په شان لرم. او هغه دا چی: ته ووایه په جنګ کی دخیل خلک څوک غلامان یا جاسوسان ندی، ټول یو بل ته جاسوس او غلام وایی دا ځکه چی د جنګ خرڅ او وسایل برابرول بدون له غلامی نه نکیږی. په طالبانو کی د آی اس آی کلک غړی په سطح د مشر تابه موجود دی او ته باید ماسره پدی خبره ټینګ نشی. ګوره، کورونه یی په پاکستان کی دی، بچیان یی هلته په آرامه سکلونو ته… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری

دتعجب خبره داده چه وائی (څوك ئی غواپه پاده (ګله ) کی نه پریږدی اوته وائی چه ملك کره ئی وتړه ) دافکری ،عقلی ،ضعیف اوشړیدلی بی قانونه حکومت اودامست خائنین ، یوځل دسولی شوریٰ بیادسولی دارالانشاء بیا دسولی دهیئت انتخاب دمذاکرو لپاره،اوبیادسولی لویه جرګه ،اوبیا دپنځم:ځل لپاره دسولی وزارت ؟ ایادا مصارف دوی ورکوی ،که داد ملت اوبیت المال پیسی دی که ددی کدوانو،حرامخورو دپلار اونیکه میراث دی ؟ بل ددوی ددی بیځایه حرکاتو څخه ددوی بوتلان ډاراوخوف څرګندیږی ،ولی چه دوی په قدرت کی پاتی شی،که هیواد ورانیږی پروا نشته ،که هره ورځ خلك مړه کیږی پروا نشته… نور لوستل »

اجمل

باکل همداسی ده سیدګل صیب یو لایک می درولیږی.

اجمل

ګوری زه د حکومت کس نیم. د یکشنبه یا دوشنبه غونډه به د مسکو له غونډی څخه هم کمزوره او بی تاثیره وی. راتلونکی غونډه نشی کولای د سولی لار پرانیزی ځکه چی د جنګ دواړه خواوې پکی برخه نلري، مهم سیاسی کسان، مجاهدین او حکومت چی د جنګ یوه برخه ده پکی نشته. د دی غونډی کسان انتخابی د خارجیانو لخوا ټاکل شوی او فکر نکوم چی کوم ښه زیری به ملت ته ولری.

اجمل

د عمران خان سلاکار همدا څو شیبی ورسته اعلان وکړ چی عمران خان به له طالبانو سره یوه کتنه ولری چی تر اوسه پوری طالبانو پدی مورد کی څه ندی ویلی. کاش چی طالبان دا لیدنه پداسی اساس وخت کی رد کړی او دې دوس سره ونه وینی.

الحاج استاذ بیانزی

اجمل صاحب ! مننه ، دا ځل ستاسی تبصره هم څه وزن لری، زمونږ د افغانانو لویه ستونزه همدا چه یو دبل د افکارو خلاف څه وویل شی سمدلاسه کنځل یا توهین پیلوو. په هر صورت، څوک جاسوس او څوک جاسوس نه دی ستونزمنه خبره ده مګر ځینی یی له کړنو، وینا او اړیکو څخه معلومیږی. په دی اړه ډیر نه څیړو. مهمه خبره دا ده تول بشریت حتی حیوانات د خپلواکی حق لری چه ویی لری. وایی [حق اخستل کیږی ورکول کیږی نه ] هغه ورځ چه له انګریزانو، پرون له روسانو او نن له امریکایانو خپلواکی اخلی اشرار… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x