افغانستان

کندهار: د پولیسو په پوسته سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت د دوولسمې ناحیې اړوند فامیلیو سیمه کې د پولیسو په یوه پوسته باندې سرتېری برید شوی.

په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» په یوه ورځني سفر باندې کندهار ته تللی، په دې ولایت کې ورته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د ولایت په ځینو برخو کې لارې تړل شوې او ګرځ بندیز اعلان شوی.

خو له دې ټول امنیتي تدابیرو سره، سره یوه سرتېري بریدګر په دوولسمه کې ځان د پولیسو پوستې ته رسولی او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړې.

ویل کېږي په یاد برید کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي.

یادې دې وي، چې تر دې دمه لا د پېښې د تلفاتو په اړه کره جزئیات شته او نه هم د برید مسئولیت چا په غاړه ایستلی.

کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» په خپله فسبوک پاڼه د برید په تړاو لیکلي « د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په فاملیو سیمه کي یو ځانمرګي غوښتل د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړي، خو هدف ته د سم رسېدو مخکي یې چاودنه کړې او دوه پولیس یې ټپيان کړي، وروسته پر بایسکل چاودېدونکو توکو ته د ریموټ په وسیله چاودنه ورکول سوې، خو زیان نه لري، پولیس وايي، چي په یوه بله غوټه کي یې هم چاودېدونکي توکي کشف کړي او لږه شیبه وروسته به چاودنه ورکړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x