افغانستان

طالبانو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دولتي عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د جوزجان ولایت د قوشتيپې ولسوالۍ د نیولو په مهال د جګړې په ډګر کې د نیول شویو دولتي سرتېرو له ډلې «۴۰» تنه خوشي کړي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي « د هغو ۱۵۰ کسانو څخه چې تیره ورځ د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ د فتحې په عملیاتو کې ژوندي نیول شوي وو، ۴۲ تنه یې د سپین ږیرو په وساطت او تضمین او په دې تعهد چې بیرته به د دښمن لیکو ته نه ورځي له بند څخه آزاد او خپلو کورونو ته واستول شول».

دا لومړی ځل نه دی چې د جګړې په ډګر کې په نیول شویو عسکرو د طالبانو رحم راځي او د مشرتابه په امر یې خلاصوي، تر دې وړاندې هم طالبانو په بیا، بیا دولتي سرتېري له خپلو زندانونو خلاص کړي او هغوی یې خپلو کورنیو ته د لارې له کرایې او نویو جامو سره لېږلي.

په دې سربېره، طالبانو په بیا، بیا په رسمي اعلامیو کې څرګنده کړې چې که دولتي عسکر خپلې دندې پرېږدي او ددوی لیکو ته ورشي، دوی به یې د مال او ځان د خوندیتوب ضمانت وکړي او د تېرو کړنو بښنه به ورته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د کابل د ماشومانو وینی مه تویوي او بیګناه خلګ مه وژنی د عسکرو خوسی کول خو سیاسی خبره ده هغه انسانی او اسلامی تهذیب تر پښولاندی مه کوي چی په هغه خدای او رسول یی خفه کیږی. یو څو ورځی ژوند ده الله ته ورتګ لرو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x