نړۍ

مولانا فضل الرحمن: د پاکستان کاواکه حکومت په افغانستان کې د سولې راوستو وړتيا نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د عمران خان  په مشرۍ د پاکستان کاواکه حکومت په افغانستان کې د سولې راوستو وړتيا نه لري.

مولانا فضل الرحمن وايي، د لومړي وزير عمران خان د حکومت له امله د پاکستانيانو ژوند له ناکرارۍ او ستونزو سره مخ دی، دغه حکومت د خپلو خلکو مرسته نه شي کولی، د افغانستان سولې کې به څنګه مرسته وکړی شي.

مولانا فضل الرحمن د عمران خان د روان حکومت تر ټولو سخت منتقد  دی، هغه وايي، دا حکومت د خلکو پر رايو نه، بلکې د ټګۍ او برګۍ له لارې واک ته رسېدلی او هېڅ ولسي ملاتړ له ځان سره نه لري.

د سولې خبرو روانې پروسې په اړه مولانا فضل الرحمن زياته کړې، چې دا يو پيچلی بهير دی، ډېرې هيلې ورپورې تړل نه دي په کار، خو په وينا يې افغانان بايد نهيلي هم نه شي.

مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې د سولې روانه پروسه کې د پاکستان وړتيا ته د شک په سترګه کتلي، چې د ګډ حکومت  چارواکي لا هم له پاکستانه هيله لري، چې  طالبان به د کابل ادارې سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

پاکستان پر طالبانو اغېز نه لري

د پاکستان جنګ ورځپاڼې او جيو ټلويزون خبریال حامد میر هم وايي، چې طالبان د سيمه ييزو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ګڼو دولتونو سره سياسي اړيکې لري او پاکستان پرې دومره اغېز نه لري، چې د فشارونو له لارې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

مولانا ساب! غوږ ونیسه! د عمران خان حکومت به په افغانستان کی د سولی راوستلو توان ولری یا ونلری ( دا چی ستا شیطانی نیت او شیطانی هدف د سولی د تعریف څخه څه دی، بېله خبره ده) خو دا واقعیت باید ومنی چي: نور دی هغه خوبونه او خیالونه د غولو په څاه کی لاهو وینم کوم چی د کابل په انتر کانتیننتل هوټل کی دی د پاکستانی جنرالانو او زموږ لاس تړلو او خوله تړلو طالبانو په حلقه کی د پنجاب او لندن د ګټو لپاره شوم پلانونه تر لاس لاندی نیول او ######### تر سیوری لاندی دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x