افغانستان

پوتین: روسیه د باثباته افغانستان لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د روسیې ولسمشر «ویلادیمیر پوتین» وايي، هیواد یې د یوه داسې سوله ئیز او خپلواک افغانستان لپاره هڅې کوي، چې له تروریزم، نشه یي توکو او هر ډول جرمونو څخه بشپړ خلاص وي.

پوتین چې په مسکو کې یې له نویو سفیرانو څخه د باورلیکونو د ترلاسه کولو په غونډه کې خبرې کولې وویل « سږ کال موږ له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو سلیزه ولمانځله، موږ د یوه اباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړېدو لپاره چې له نشه يي توکو او هر ډول ترورستي فعالیتونو څخه خلاص وي، هڅې کوو ».

نوموړي زیاته کړه « هیواد مې په افغانستان کې د وسلوالې جګړې د پای ته رسولو غږ کوي او په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې په یوه پراخ ډيالوګ کې چې د بشپړ هیواد استازیتوب ولري، راټول شي او د افغانستان شخړې ته د پای ټکی کېږدي».

د پوتین په خبره، دوی به له دې وروسته هم له نړیوالو متحدینو او د شانګهای د همکاریو سازمان له لارې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.

د روسیې ولسمشر داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د ختمولو غږ کوي، چې د هیواد امنیتي چارواکي یې په افغانستان کې د امریکایانو له لوري د داعش د حضور پراختیا اندېښمن کړي او ویره لري، چې دا ډله به د روسیې کورنۍ امنیت وګواښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x