
کابل: زورواکانو د برېښنا شرکت رئیس د مر ګ تر حده وهلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت لپاره د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس « عبدالاحد بارکزی» یو شمېر کسانو په خپل کور کې د مرګ تر حده وهلی.
د برېښنا شرکت له فسبوک پاڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « یو شمېر قانون ماتوونکي او زورواکان تېره شپه په کابل کې د عبدالاحد بارکزي کور ته ننوتلي او نوموړی یې په شدت وهلی او ټکولی دی».
خبرپاڼه وړاندې لیکي « په دې پېښه کې د عبدالاحد بارکزي څو غاښونه مات شوي او درانه ټپونه یې وړي».
برېښنا شرکت له قضايي او عدلي ارګانونو غوښتي څو یاده قضیه جدي وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
یاده دې وې، چې د برښنا شرکت په دې وروستیو کې د زورواکانو او هغو لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ضد کمپاین پیل کړی وو، څوک چې ددې شرکت د پوروړو په لست کې شامل وو.