افغانستان

د امریکا سفير: افغانان بايد له طالبانو سره جوړجاړي ته تيار وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا سفير جان بس د افغانستان روانې کشالې د سياسي حل په اړه خوشبيني ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې افغانان بايد له طالبانو سره جوړجاړي ته تيار وي.

جان بس دا څرګندونې په کابل کې د امریکا سفارت کې د دغه هېواد د خپلواکۍ ۲۴۳ کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي دي.

د امریکا سفير افغانانو ته په خطاب کې وويل: «تاسې په راتلونکو څو مياشتو د روانې کشالې له سياسي حل او ولسمشريزو ټاکنو سره مخ ياست او ټول افغانان بايد له طالبانو سره جوړ جاړي ته سر له اوسه تيار وي.»

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د روانو ستونزو حل يوازې د امریکا او متحدينو کار نه دی، بلکې افغانان بايد په خپلو کې خپلې ستونزې سره حل و فصل کړي.

د جان بس په وينا، امریکا د رڼو او شفافو ولسمشريزو ټاکنو ضمانت نه شي ورکولی، دا خبرې له افغانانو پورې تړاو لري، چې خپلې ستونزې څنګه او کله حلوي، خو په عين حال کې «تاسې افغانان بايد د افغانستان سياسي حل په موخه له طالبانو سره جوړجاړي ته تيار وی.»

د امریکا سفیر وايي، افغانستان داسې يوه حالت او وضعيت ته اړتيا لري، چې ټول افغانان په کې په ګډه ا و ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د امریکا سفارت په دې غونډه کې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، یو شمېر اوسنيو او پخوانيو وزيرانو د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو هم ګډون کړی و.

د امریکا سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې روانې دي او ويل کيږي، چې په دغو خبرو کې بې ساري پرمختګ شوی او تقريبا نوي سلنه خبرې حل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

احمق باسه ! طالبان د دی خاوری اصلی بچيان او اصيل افغانان دی ، د افغانستان اصلی مدافين او د دی ولس اصلی خواخوږی دی .
کوم چی تاسی يی افغانان بولی هغه ستاسو غلامان او وارد شوی د رستورانو خدمتګاران ، سګ شويان ، دکليساو جاروکښان، مړسترګی او بی همته سوسيال خوره دی .
داسی مه وايه چی د طالبانو او افغانانو تر مينځ ، داسی وايه چی د دی هيواد د ساتونکو او پلورونکو تر مينځ يا دا چی د غښتلی زمريانو او بګيلو چغالانو تر مينځ خبری او مذاکرات .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x