چین د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر جوړ کړ – انځورونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د چین هېواد د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر د بیجنګ ښار په سویلي خوا کې بشپړ کړ چې پرانیسته به یې د روان کال ستمبر میاشتې په دېرشمه نېټه ترسره شي.

د چین په پلازمینه بیجنګ کې چین داسې یو ستر هوایي ډګر جوړ کړی چې تر ۲۰۳۷م کال پورې به د ۱.۶ ملیارده مسافر سفر کولو ظرفیت ولرلای شي، چې تېر ټول هوایي ډګرونو ته به ماتې ورکړي.

Related image

د راپورونو له مخې اټکل کیږي چې د بیجنګ ډاکسینګ نړیوال هوایي ډګر کې به تر ۲۰۲۱م کال پورې د کال ۴۵ ملیونه مسافر او تر ۲۰۲۵م کال پورې به ۷۲ یا تر ۸۲ ملیونه مسافرو د سفر کولو ظرفیت ولرلای شي، او تر ۲۰۲۵م کال پورې به هره ورځ ۱۵۷۰ الوتنې کوي.

 

د چین هېواد چارواکي وایي چې د سخت هوایي ترافیک له کبله نشي کولای په لومړي کې زیاتې الوتنې وکړي، خو په پېل کې به هره ورځ تر ۴۰۰ الوتنې کیږي، چې وروسته به په یوه ساعت کې تر ۳۰۰ الوتنې ولري.

پر دغه هوایي ډګر ۸۰ ملیارده چینایي یون او تر ۱۲ ملیارده امریکایي ډالرو لګښت راغلی دی، چې ډيزاین یې برتانوي انجینر زاها حدید کړی دی.

Image may contain: outdoor

دغه هوایي ډګر د بیجنګ ښار سویلي خواته ۴۶ کیلو متره، ۲۶ کیلومتره په هیبي کې د لانګفنګ ښار خواته، ۵۵ کیلو متره په شیانګن او ۶۷ کیلو متره په پلازمینه بیجنګ کې پروت دی، چې د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه بشپړ شو او رسمي به د ستمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه پرانېستل شي.

اوسمهال د نړۍ تر ټولو مصروف او زیات مسافر لرونکی هوایي ډګر (هارټسفیلډ جاکسن) د کاناډا په اټلانټا ښار کې دی چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د ۱۰۷ ملیونه مسافر وړلو ظرفیت درلود.

Related image

د کاناډا اټلانټا هوایي ډګر چې اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو د زیات مسافر وړلو ظرفیت لري

د چین دغه هوایي ډګر ساختمان په ۲۰۱۴م کال کې پېل شو، که څه هم د یو شمېر اقتصادي ستونزو له کبله یې کار یو څه موده وځنډول شو خو د چین هېواد پر دغه هوايي ډګر په سخت وخت کې ستر لګښت ولګاوه تر څو یې د پنځه کالو په کمه موده کې بشپړ کړ.

ددې هوایي ډګر لپاره ځانګړې چټکې د ریل ګاډي لارې جوړې شوي چې په دې لړ کې یې تجربې هم پېل کړي تر څو تر ستمبر میاشتې بشپړ چمتو شي.

د ۲۸ ښارونو مسافر کولای شي له دغه هوايي ډګر څخه په داخل کې ګټه پورته کړي، په دغه چټکه لاره به د ۲۸ ښارونو مسافر د ورتګ مسافه په ۳ ساعتونو کې په چټک ډول د یادو ریل ګاډو په واسطه وهلی شي، ددې لپاره څلور د موټرو لارې هم له یو شمېر ښارونو ورغلي چې په راتلونکې کې به ۸ لارې شي.

د هوایي ډګر پروژې سمبالګر (لي جینهوا) ویلي چې ددغه هوایي ډګر عمومي قرارداد زمونږ لخوا ترسره شوی، ددې په جوړیدو کې له بهرني شرکتونو مرسته نه ده اخیستل شوې او په دې کې استعمال شوي زیاتره توکي او وسایل هم داخلي دي.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

سلامونه.
چین چه ټوله دنیا کی د لوی هوایی میدان ریکارډ جوړ کړ،خو چین مقابل کی طالیبانو،دولت ،امریکا په افغانستان کی د سترو لویو هدیرو ریکارډ جوړکړ.
د دنیا لویو لویو هدیری افغانستان کی دی.

عبد الله
میلمه
عبد الله

پشتین صاحب سلامونه، زموژ دی نن بیا توره ووهل، د راپور پراساس تقریبا دوه سوه ۲۰۰ افغانان یی د غم پر تغر یوازی په غزنی کی کشینول، بس سوک په اقتصاد کی اول، سوک په علمیت کی لمری اوسوک بیا په جهالت او ورور وژنه کی په جهان کی نوم لری. چی ورته ووایی ولی یی وژنی؟؟؟ دوی (حکومت، طالب اشغالگر) سوک درته ترهگر وای سوک درته جاسوس، دالر خور او غلام وایی سوک درته ….. وایی بس دی وخت کی ددی لاندی عالم خبره صدق کوی. کله چې فتنې ډېرې زیاتې شي له عقلونو به د نجات لاره ورکه… نور لوستل »