افغانستان

«د بدخشان اتيا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل):د بدخشان والي زکريا سودا منلې، چې د دغه ولايت اتيا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او يو شمېر پراختيايي پروژې د طالبانو له غوښتنو سره سم پر مخ روانې دي.

د بدخشان تازه ټاکلي شوی والي ويلي، په جرم او کوهستانونو ولسواليو کې طالبان پر عسکرو پراخ بریدونه کوي او په ګڼو ولسوالۍ کې د هغوی تر نظارت لاندې پراختيايي پروژې روانې دي.

د بدخشان سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې د ولايتونو او ولسواليو له مرکزونو بهر ډېری سيمې د طالبانو په واک دي.

د بي بي سي او افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې«سيګار» سربېره ګڼو نړيوالو ادارو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، چې طالبان د افغانستان په نږې شپېته سلنه خاوره واکمن دي او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل هم د طالبانو پر قاضيانو او محاکمو حل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x