شپږ خواړه چې د اوړي موسم کې مو پوستکی له ستونزو ژغوري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): امریکایي څېړنو شپږ داسې خواړه په ډاګه کړي چې د ګرمۍ موسم کې پوستکی د لمر له زیانونو ژغوري، او له سوزونکو وړانګو څخه رامنځته کېدونکي حساسیت له منځه وړي.

توت

شین توت یا بلجري (blueberry) کولای شي د اوړي په موسم کې مو پوستکی له ستونزو وژغوري، ځکه چې دا د اکسایډ ضد ماده لري او هغه عنصر چې د تیز لمر له کبله مو پوستکی خرابوي مخنیوی کوي، همددا ډول توت د ویټامن C څخه برخمن دي چې پوستکی له غونجېدو ساتي.

هندوانه

هندوانه په پراخه کچه لیکوپین لري چې د اکسایډ ضد ماده ده، همدا ډول په سبزیجاتو او په سور رنګه میوو کې هم موندل کیږي. لیکوپین له لمر څخه پوستکي ته د رسیدونکي زیان په ژغورلو کې غوره ثابتیږي، ددې پرلپسې خوړل پوستکی خپل طبیعي یا هم له دې غوره حالت ته راولي. همدا ډول هندوانه د بدن پوستکی تازه، له اوبو څخه برخمن او له خوشکوالي یې ساتي.

وچه میوه

وچه میوه له «اومیګا ۳» عنصر څخه ډکه ده کوم چې د پوستکي په ښه ساتلو کې مرسته کوي، او د اومیګا ۳ اسیدونه پوستکی له هغه حالته چې ډیر وخت په ګرمۍ کې د ګرځېدو له کبله خراب شوی وي طبیعي حالت ته راولي.

ګازرې او پاڼه لرونکي سبزیجات

ګازرې او پاڼه لرونکي سبزیجاتو کې – چې په سر کې یې پالک او د شلغم پاڼې دي – د بیټا کاروتین لوړه کچه موندل کیږي، بدن مو بیټا کاروټین ویټامن A  ته بدلوي، دغه ویټامن د پوستکي روغتیا غوره ساتي او د لمر څخه د رسیدونکي زیان مخنیوی کوي.

شین چای

پخوانیو څیړنو ثابته کړې چې شین چای څښل د تومور په شمېر کې د کموالي لامل کیږي، دا هغه څه دي چې پوستکی د لمر له کبله په پوستکي سرطان اخته کوي، خو شین چای دغه تومور له منځه وړي او پوستکی له ستونزو ژغوري.

ګوپي

ګوپي یو له هغو خوړو څخه ګڼل کیږي چې پوستکی له لمري زیان څخه ژغوري ځکه چې په دې کې د اکساید ضد پياوړې مادې موندل کیږي دغه مادې پوستکي ته زیان رسونکي د ټولو مادو مخنیوی کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د