ورزش

د غلطیانو تکرار؛ افغان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه هم وبایلله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډیز او افغانستان لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام وروستۍ لوبه ترسره شوه چې په کې افغان لوبډلې تیرې غلطیانې یو وار بیا تکرار کړې او لوبه یې د ۲۳ منډو په توپیر وبایلله.

د ویسټ انډیز لخوا له ستر هدف ټاکلو وروسته افغان لوبډلې په زړه پورې پېل وکړ خو د رحمت شاه او اکرام علیخېل له سوزېدو وروسته د نورو لوبغاړو ترمنځ ملګرتیا ونشوه او پرلپسې ویکټې له لاسه ورکول یې د ماتو لامل شول.

په یاده لوبه کې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، په لومړیو اورونو کې افغان لوبډلې د مجیب ځدران په مرسته غوره توپ اچونه ترسره کړه خو د کیچونو غورځولو او په وروستي لس اورونو کې د ۱۱۱ منډو ورکولو افغان لوبډلې ته ۳۱۲ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان لوبډلې یو وار بیا د اوپنر توپوهونکو نه شتون احساس درک کړ، چې ګلبدین نائب او رحمت شاه توپوهنې ته ښکته شول، نائب خپله ویکټه په ۲م اور کې له لاسه ورکړه، خو د رحمت شاه او اکرام علیخېل لخوا په زړه پورې ۱۳۳ منډې ملګرتیا وشوه.

رحمت شاه خپله ویکټه په ۶۲ منډو له لاسه ورکړه خو اکرام علیخېل ۸۶ منډې جوړې کړې، له دې وروسته اصغر افغان یوازې غوره لوبه وکړه، نوموړي ۴۰ منډې جوړې کړې خو د ویکټې له لاسه ورکولو یې لوبډلې ته په بریا کې مرسته ونکړه.

افغان لوبډلې د ۳۱۱ منډو په بدل کې ۲۸۸ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا نائب ۵، رحمت ۶۲، اکرام ۸۶، نجیب ۳۱، نبي ۲، اصغر ۴۰، شینواري ۶، راشد ۹، دولت ۱، شیرزاد ۲۵ او مجیب ۹ منډې جوړې کړې.

که څه هم افغان لوبډلې په خپلو وروستیو درې سیالیو کې ماتې وخوړې خو په زړه پورې لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه، دوی هند، پاکستان او اوس ویسټ انډیز سره غوره لوبه ترسره کړه.

په دې سره افغان لوبډلې د نړیوال جام سفر سر ته ورساوه او په خپلو نهو سیالیو کې یې هیڅ کومه بریا خپله نه کړه، په جدول کې په صفر پواینټ سره په وروستي مقام کې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x