افغانستان

د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په اړه د لیکل شوي کتاب کره کتنه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکايي سمندري ځواکونو د پوهنتون ښوونکي او مشهور امریکایي لیکوال « توماس جانسون» په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په تړاو یو کتاب ولیکه چې د نړیوالو پام یې ځانته راواړاوه.

دغه کتاب چې د «طالبانو کیسې» تر نامه لاندې د چاپ له ماشین تېر شو  لیکوال یې پکې هڅه  وکړه په هغو ټکو تمرکز وکړي چې طالبانو ته یې د خپل دښمن په وړاندې په تبلیغاتي او رسنیزه جګړه کې د بریا ستر فرصت تر ګوتو ورکړی وو.

یاد کتاب څه موده وړاندې د کابل مېشتي لیکوال، خبریال او ژباړن «فردوس کاوش» له لوري د «روایات طالبان» تر نامه لاندې دري ته وژباړل شو او تر پای ته رسېدو وروسته یې نن په کابل کې د کره کتنې غونډه راوبلل شوه.

د امریکایي سمندري ځواکونو دا ښوونکی چې نن یې خپله د کره کتنې په غونډ کې ګډون درلود په خپل دې کتاب کې په رسنیز ډګر کې په ډېرو کمو امکاناتو د طالبانو د بریا کیسې راته کوي او دا را ښيي چې څنګه طالبانو وکولای شي په تبلیغاتي جګړه کې خپل دښمن له ننګونو سره مخ کړي.

د جانسون په خبره، طالبانو په ډير ساده او اولني ډول د علماوو په احساساتو راپاروونکو ویناوو، ښکلو او زړه راښکونکو ترانو، جریدو او شب نامو باندې ولس د امریکا، ناټو او متحدینو په وړاندې راپاڅاوه، هغوی یې په یوه عقیدوي تار وپېیل او د خپل دښمن مخ ته یې ودرول.

جانسون په خپل کتاب سربېره د کره کتنې په نننۍ غونډه کې هم اقرار وکړ چې طالبانو خپل مقابل اړخ په تبلیغاتي جګړه کې  ټکولی او له ماتې سره یې مخ کړی، نوموړي وویل « طالبانو وکولای شوای د افغان ځوانانو اذهانو ته له شهادت سره مینه او له دښمن سره دښمني ور پېچکاري کړی، هغوی د قربانۍ او ایثار په ارزښت وپوهوي ، د پښتونولي او غیرت د موضوع په بیا، بیا تکرار ځوانانو ته د خپل هیواد له برم او وقار څخه د دفاع هنر وروښيي او د خپل دښمن په مقابل کې یې مبارزې ته وهڅوي».

په لیکوال سربېره د کتاب ژباړن هم په خپل انتخاب ویاړ کاوه، د نوموړي په وینا، دا کتاب د طالبانو په وړاندې په تبلیغاتي ډګر کې د ناټو او امریکایانو د ماتې ښه انځور وړاندې کوي.

په افغانستان کې د امریکا د مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر «ډاکټر عمر شریفي» هم « دطالبانو کیسې» د امریکايي ملت د سترګو خلاصولو لپاره اړینې بللی او په خبره یې، کتاب د امریکايي ملت لپاره ډیر څه له ځانه سره لري.

دغه کتاب چې تازه ژباړه یې  د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټيټوټ له لوري په زرګونو نسخې چاپ شوې، د ملي دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ جوړونې پخواني مشر «تمیم عمر عاصي» ورباندې سریزه کښلې او له همدې لارې یې امریکا او ناټو ته د طالبانو د تبلیغاتي د ستګاه د فلج کولو وړاندیز کړی، د تمیم په قول که داسې ونشي، د طالبانو رسنیز توپان به امریکا او متحدینو ته سخت سرخوږی پیدا کړی.

د کتاب په انګلیسي نسخه باندې ګڼ شمېر امریکايي جنرالانو او د چارو شنونکو هم تبصرې کړې، دلته یې یو څو ته تم کېږو

« اړین او له معلوماتو ډک کتاب چې راښيي، څنګه طالبانو وکولای شوای له استقامت څخه په کار اخستلو په تبلیغاتي جګړه کې تر امریکا او ناټو وړاندې شي، که چېرې موږ او افغان ملګري دا لارښوونې ولولو او ویې کاروو تر طالبانو اغېزمن واقع کېدلای شو». د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر رونالډ

« د حیاتي او اړینو موضوعاتو ټولګه چې په حقایقو بنا ده». ریچارډ د «ایا تروریزم کار کوي» مشهور کتاب لیکوال

« جانسون د امریکا په تر ټولو اوږده کې د دښمن په تړاو د معلوماتو نه درلودلو تشه ډکه کړې، د افغانستان د چارو د متخصص ډېر غوره کتاب». مایکل د «سي این این» تلویزون د امنیتي چارو شنونکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmed

دا امرېکائ اصلاً ده رشتېا او دروغو توپير نه سی کوه لائ
ده طالېب خبره رشتېا وه او ده دوئ خبره دروغ
رشتېا زورور وی که هر څومره ساده بېان سی
او دروغ بی اثره او کمزور وی هغه که سی اېن اېن فوکس نېوز او که طلوع ئ په هر وړه پيش کی
هم دا فرق ده ده حق او باطل
حق تأ ثر لری او باطل بی تأ ثره وی
الله ج
دی مونږ ټولو ته هداېت وکړی
امېن

عبدالمالک همت

« د جانسون په خبره، طالبانو په ډير ساده او اولني ډول د علماوو په احساساتو راپاروونکو ویناوو، ښکلو او زړه راښکونکو ترانو، جریدو او شب نامو باندې ولس د امریکا، ناټو او متحدینو په وړاندې راپاڅاوه، هغوی یې په یوه عقیدوي تار وپېیل او د خپل دښمن مخ ته یې ودرول». حقيقت داسي نه دی . له کله څخه چي امريکا يانو پر ګران هيواد افغانستان لڅ لغړ تېری وکړ، اسلامي عالمانو، ليکوالانو، اديبانو، شاعرانو، پوهانو او د اسلام او هيواد ټول لوستي قشر خپل ځانونه د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو او د هيوادنيو او پښتني فرهنګي… نور لوستل »

عبدالمالک همت

« د جانسون په خبره، طالبانو په ډير ساده او اولني ډول د علماوو په احساساتو راپاروونکو ویناوو، ښکلو او زړه راښکونکو ترانو، جریدو او شب نامو باندې ولس د امریکا، ناټو او متحدینو په وړاندې راپاڅاوه، هغوی یې په یوه عقیدوي تار وپېیل او د خپل دښمن مخ ته یې ودرول». حقيقت داسي نه دی . له کله څخه چي امريکا يانو پر ګران هيواد افغانستان لڅ لغړ تېری وکړ، اسلامي عالمانو، ليکوالانو، اديبانو، شاعرانو، پوهانو او د اسلام او هيواد ټول لوستي قشر خپل ځانونه د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو او د هيوادنيو او پښتني فرهنګي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x