افغانستان

افغان مېرمنې: د سولې په خبرو کې دې ښځو ته زیات رول ورکول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳چنګاښ ۱۳۹۸ل): نن سهار د سولې او ازادۍ لپاره د نړیوال نهضت غړیتوب درلودونکې  ګڼ شمېر محجبې او دیندارې مېرمنې د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه په کابل سټار  هوټل کې راټولې شوې وې  او د افغان مېرمنو په استازیتوب یې په سوله کې د ښځو د رول په زیاتوالي، د دیني او ملي ارزښتونو په ساتنه او نورو ګڼو ټکو باندې ټینګار کاوه.

راغلو مېرمنو  د خپلو خبرو په دوران کې د سولې په چارو کې د ښځو په مؤثریت بحث وکړ او د غونډې په پای کې یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ګڼ شمېر موضوعاتو په تړاو د افغان مېرمنو دريځ څرګند کړ.

د غونډې له ځای څخه په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده شوې، چې متدینه او دینداره ښځو په تېرو څلورو لسیزو کې ګڼ شمېر زیانونه لیدلي خو له دې سره، سره له خپل دریځ نه دي په شا شوي، او اوس چې د سولې لپاره خبرې چټکې شوې د متدینو ښځو ته پکې تر ټولو کمه ونډه ورکول شوې، اواز ته یې ځواب نه دی ویل شوی او د بندو دروازو شاته پاتې شوې.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، افغان متدینې مېرمنې هیله لري له خپلو وروڼو سره د ژوند په ټولو چارو کې مساوي ونډه ولري او چاته اجازه نه ورکوي چې د ډیموکراسۍ او نورو ارزښتونو په پلمه باندې دین دوسته مېرمنو ته زیان واړوي او د هغوی په اسلامي او افغاني ارزښتونو برید وکړي.

په غونډه کې راټولو شویو مېرمنو په شپږو ټکو توافق کړی، همدا شپږ نقاط یې خپل غږ بللی او طالبانو او افغان حکومت ته یې د رسېدلو هیله کړې.

په یادو شپږو ټکو کې، اسلام د اعتدال لاره بلل شوې، له افراط او تفریط پکې بېزاري اعلان شوې،  د جګړې په ښکیلو خواوو د افغانانو د وینو تویولو غږ شوی او له علماوو غوښتل شوي څو د ټولنې د نارواوو په وړاندې ودرېږي.

افغان مېرمنو له دې سره، سره په ډیموکراټیکو او بشري ارزښتونو د باور درلودلو تاکید کړی خو  تر دې نامه لاندې د بشري او اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په وړاندې یې سخت غبرګون ښودلي.

دوی همدا راز، له طالبانو، نړیوالې ټولنې او حکومت غوښتي څو د سولې په برخه کې ښځو ته پراخ رول ورکړي او له نورو مېرمنو هیله شوې څو د د یني او ملي ارزښتونو د ساتنې مبارزه وکړي.

بشپړ پریکړه لیک لاندې لوستلای شی

پریکړه لیک (2)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ما چي په ځينو رسنيو کي د قطر د په اصطلاح بين الافغاني مذاکرو لپاره يو ليست وکوت او بيا مي په قطر کي د امريکايي پلاوي سره د طالبانو د مذاکراني پلاوي د يوه محترم غړي سره تليفوني خبري وکړې داسي راته څرګنده سوه چي د نړيوال استکبار طواغيتو په دغه ليست کي ددغه شوم استکبار لپاره ډېر مطمئن او معتبر نر او ښځي ايجنټان خو د عامو افغانانو له خوا منفوري څېري ځای کړي دي. زه د قطر د مذاکراتو په کار او بهير کي د جرمني ور ګډول د نړيوال استکبار يوه دسيسه ګڼم او پر طالبانو… نور لوستل »

Hidayat shinwaray

Women are the corner stone of human civilization. تمدن او پرمختگ په هر ټولنه کی د ښڅو د گډون پوری اڔه لری پرته له ۺځو څخه پرمختگ او تمدن په ټولنه کی %50 نیمگڕتیاوی رامنځته کوی. د پښتنو هغه بیهوده شعار چی گویا کی ښځه یا په کور او یا په گور ده، زمونژ د ټولنی د دشمنانو تبلیغات وه او دی چی غواڕی مونژ د تمدن او د پرمختگ څخه محروم کڔی. Without women we will produce nothing and become an unproductive nation or a consumer nation or a useless nation. We must not view women as an object… نور لوستل »

عبدالباقي امان

ښاغلى هدايت شينوارى!
تمدن دا نه دى چي ښځي د خپلو شهواني غوښتنو لپاره د کوره وباسو بلکي اصلي تمدن دادى چي ښځي د خپل عفت د خونديتوب او د اسلامي امت د پاک پاته‌کيدلو‌ لپاره په کور کي پاته سي.
مننه

جميل

داسی ښکاری چی نارينه يی ټوله بګيل شوی اوس غواړی چی په ښځو توره وکړی .
دا چی دوی وای چی محجبه ښځی ، داهم ودويته د کفارو وړانديز او مکر دی ، دا محجبی تر اوسه چيری وی چی د کفارو او منافقو ظلمونه يی غندلی وای .
دوی او د دوی خاوندان او مالکان دی دا فکر نکوی چی ګوندی طالبان دی د دوی په تيرايستونکی ظاهری شکلونو وغوليږی .
دوی دی لمړی په دين ځان پوه کړی بيا دی د نارينو سره د ژوند په ټولو برخوکی يو شانته ونډه وغواړی .

Hidayat shinwaray

وروره که څه هم بحث د شځو په ونډه باندی ده خو تاسی د سولی پر مذاکراتو باندی فوکس کڔی. زه تاسی سره ٪۱۰۰ موافق یم او ستاسی نظر قابل د قدر دی چی زمونژ توجو باید نه یوازی د سولی په بهیر باندی وی بلکی دسولی پر شرایطو باندی هم وی چی سوله تر کومو شرایطو لاندی او د چا په خوښه به راځی. که څه هم جگڔی همیشه پر مونژ تپل شوی دی خو اوس دشمن پر دی هڅه کی دی چی سوله هم پر مونژ و تپی. افغانانو همیشه جگڔی گټلی دی خو د سیاست په ډگر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

الله ج هر حیوان او هر نبات د ځآنګړو حاصلاتو د پاره خلق کړی یو دبل دنده نه شی ترسره کولای انسانانو کی هم نارینه وو فزیکی جوړښت ، زړونه او مغزونه متناسب جلا جلا خلق کړی یعنی په ټوله کی د نارینه د میرمنو سره سربیره پردی چه جنسی توپیرونه سره لری د همدی جنسی ځانګړتیاوو له مخی په فزیکی جوړشت زړونو، مغزونو ، ټولو اندامو ، پوستکی ، هدوکی تر ویښتانو او بوی کی بدلون راوستی د همدی امله میرمنی د کور دننه او نارینه د کورو د باندی چارو کی پیاوړتیاوی او ځانګړتیاوی لری ځینی کړنی به… نور لوستل »

مجاهد

شینواری صاحب سلامونه می واخلی ستاسی د اکثریت تبصرو سره توافق نظر مګر د دی تبصری سره مو څه ناڅه توافق نه لرم او هغه دا چه : تاسی لیکلی چه میرمنی د یو ټولنی نیم په نیمه جوړوی بلکل همداسی ده دواړه باید کار وکړی دا هم سمه ده رګ د هغوی د فزیکی جوړشت او فطرت له مخی د کور دننه جاری که له بهر چارو زیاتی او سختی نه وی اسانی هم نه دی او په تیره بیا د اولاد جوړونه ، راوړنه او روزنه د میرمنو د پاره د نارینه وو په ځای ډیره مهمه او… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x