معجزې ته انتظار پاکستان د بنګلدیش پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډله هغه مهاله له نړیوال جام څخه بهر شوه چې انګلستان نیوزیلند لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

که څه هم له تېرو څو سیالیو وړاندې پاکستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته د نورو لوبډلو پر اوږو سپره رسیدلی شوه خو دغه ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې.

لومړی پاکستان لوبډلې د هند لوبډلې ته دعا کوله تر څو د انګلستان پر وړاندې بریا خپله کړي، دا به لومړی وار و چې پاکستان د هند لوبډلې ملاتړ کاوه، په دې سره به انګلستان وروسته او پاکستان وړاندې شي، خو هند ماتې وخوړه.

په دویم وار د پاکستان د مخکې تلو لپاره باید نیوزیلند لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړې وای خو بیا هم داسې ونشول او نیوزیلند ماتې وخوړه، چې په مرسته یې پاکستان لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شوه.

اوسمهال پاکستان لوبډله د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې سیالۍ لري، پاکستان به پر بنګلدیش لوبډلې نړیوال ریکارډ جوړوي او لږ تر لږه د ۳۰۸ منډو په توپير به ماتې ورکوي، ددې لپاره په کار دي پاکستان تر ۴۵۰ یا زیاتې منډې جوړې کړي.

که چیرې پچه بنګلدیش لوبډلې ګټلې وای نو په اتومات ډول پاکستان لوبډله بهر کیده خو اوس چونکې دوی پچه ګټلې او د ۴۵۰ یا ۵۰۰ منډو جوړولو تمه لري چې د پاکستان لوبډلې لپاره ناشونې ده.

بل خوا بنګلدیش لوبډلې په نړیوال جام کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده، دوی درې بریاوې خپلې کړي چې ۷ پواینټونه لري او په ۷م نمبر ده، که چیرې په ننۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړي د نړیوال جام سفر به په پنځم نمبر پای ته ورسوي.

د پاکستان لوبډلې سرفراز احمد ویلي وو چې دوی یوې سترې معجزې ته منتظر دي او کوښښ کوي تر څو ۵۰۰ منډې جوړې کړي، په دې سره به یې د بریا چانس وموندل شي.

یاده دې وي چې پاکستان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ۱۰۵ منډې جوړې کړې وې چې د نیټ رن ریټ خرابېدو اصلي لامل یې و، همدا ډول د استرالیا پر وړاندې ماتې یې رن ریټ لا هم ټيټ کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د