افغانستان

هرات او فراه کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان په لویدیځ هرات او فراه ولایتونو کې طالبانو ۱۸ امنیتي ځواکونه وژلي او دوه مرکزونه يې نیولي دي.

سلام وطندار رادیو د راپور پر اساس تېره شپه د طالبانو سرې قطعې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ د مارآباد په سیمه کې د عامه نظم پر مرکز برید وکړ.

راپور زیاته کړې چې په دغه برید کې ۱۰ د عامه نظم سرتیري وژل شوي او طالبانو مرکز نیولی دی.

د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسیدونکو هم د برید تایید کړی دی خو د هرات امنیتي مسوولینو بیا په دې تړاو له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

بل لوري ته د فراه ولایتي شورا معاون ویلي چې طالبانو د فراه ښار دننه یوه پوسته نیولې، اته پولیس یې وژلي او دوه يې ژوندي نیولی دي.

هغه زیاته کړې چې دغه پوسته د فراه ښار په دروازه کې موقعیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

وژنی یو بل سره وژنی . ما ته دواړه غلامان یی ځکه چی د سلیم عقل خاوندان نه یی. هغوی تاسو ته د پنجاب غلامان وایی تاسی هغوی ته د امریکا د ګټو ساتونکی غلامان وایی، دواړه بیګناه خلګ وژنی الله مو دواړه تباه کړه.

سیدګل اغابنوری

زماګرانودأمنیت کارکونکو ،دپولیسو کارکونکو ،داردوعسکرو؟ تاسی ولی نه پوهیږۍ ،تاسی به څه وخت بیداریږئ ، تاسی به څه وخت دخیراوشر فرق کوئ؟ سوال دادی ؟چه نن سبا امریکاپښی وباسی اوتښتی ، ددیموکراسئ پلی کونکی په ویره اوډار کی دغم شپی ورځی سباکوی؟ اواوځانونو ته دخلاصون لاری ګوری ؟ دنیاسره دخپل قوت اوطاقت سره ځغلی ؟کافران اوملګری ئی نور دلته نشی پاتی کیدای اوس ملت ویخ دی چه ددیموکراسۍ نوم اوری لعنتونه وائی ؟ اوتاسی ته اوس هم ددیموکراسیٔ ،دساتلو تقریرونه کیږی ؟ اوپه احساساتو موراولی اودتوکو اودلوبوسامان ئی درځنی جوړکړی ؟ نورددیمکراسئ سره مخښه وکړیٔ دالس زره افغانۍ دی سر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x