افغانستان

فاریاب: په ګڼه ګوڼه باندې د هاوان برید ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مرکز کې «جمعه بازار» ته په راټولو شویو ملکیانو باندې د هاوان برید شوی او د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان پکې مړه او ټپيان دي.

پېښه نن سهار ۷ بجې شاوخوا په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې داسې مهال رامنځته شوه کله چې جمعه بازار ته راټول شوي خلګ په پېر او پلور بوخت وو، د فاریاب ولایت چارواکي یاده پېښه تائيدوي خو دا چې برید چا کړی په اړه یې څه نه وایي.

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند «عبدالکریم یورش» بي بي سي ته ویلي، په یاده پېښه کې مړه او ژوبل کسان ملکیان دي او د ټپيانو له ډلې یې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

بل لور ته د فاریاب ولایت د عامې روغتیا رئیس رسنیو ته ویلي، د پېښې له ځایه  ۱۴ کسان مړه او ۳۹ نور ټپيان وروړل شوي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف» احمدي، په پېښه کې د طالب جنګیالیو لاس لرل رد کړي او دا ډول کړنې یې د دولتي عسکرو کار بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x